هند: د بابري جومات ځمکه پر دريو برخو ووېشل شوه

هنديان
Image caption له کلونو راهيسې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د بابري جومات پر سر شخړې روانې دي چې شاوخوا دوه زره کسان پکې وژل شوي دي .

د هند په شمال کې يوې محکمې د ايوديا په ښار کې يو لانجمن مقدس ځای په هندوانو، مسلمانانو او ځايي مذهبي ډلو وېشلی دی.

قاضيانو ومنله چې دغلته يو مرکزي ځای د هندوانو د خدای لارډرام د زوکړې ځای دی.

مخکينی حالت

د هند د اوترپردېش په ايالت کې شاوخوا دوه لکه امنيتي ځواکونو ځای پر ځای کړل شوي دي.

دغلته به څو شېبې وروسته د اترپردېش ايالت د سترې محکمې د لکهنو څانګه د بابري جومات په هکله خپله نانديزه پرېکړه واوروي.

محکمه به پخپله پرېکړه کې روښانه کړي چې د ايوديا په ښار کې ناندريز مذهبي ځای د مسلمانانو، که د هندوانو په برخه رسېږی.

تر دې وړاندې چی د بابري جومات په هکله پرېکړه واورول شي، د هند په ټولو مهمو ښارونو کې شديد امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د هند حکومت د بابري جومات په هکله د پرېکړې تر اورولو وړاندې د دې هېواد له ټولو وګړو غوښتي چې ارام و اوسي او تاوتريخوالی و نه کړي.

د دې تر څنګ د هند بېلا بېلو سياسي ډلو ټپلو هم له هندي وګړو ورته غوښتنه کړې ده.

د کانګرس مشره سونيا ګاندي او د بهارتيه جنتا ګوند هم له خلکو غوښتي چې د بابري جومات په هکله د محکمې د پرېکړې درناوی وکړي.

د مسلم پرسن لاء بور‌ډ په نوم د مسلمانانو يو ګوند هم له مسلمانانو غوښتنه کړې چې د محکمې د پرېکړې درناوی وکړي.

د هند ټولو ټلوېزيوني چېنلونو هم دا پرېکړه کړې چې هېڅ داسې خبر به نه خپروي چې هغه د وګړ تر منځ تاوتريخوالي ته لاره هواره کړي .

دغه راز دوی ويلي داسې انځورنه به هم نه خپروي چې د هېواد امنيت ته ګواښ پېښوي.

پر همدې مهال د دې هېواد ټولې رسنۍ د ټکاو او ارامي په هکله پروګرامونه خپروي او د شاهروخ خان او اميتاب بچهن په څېر د هند وتليو سينمايي څېرو هم له خلکو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.

په شپاړسمه پېړۍ کې پر دغه ځای د مسلمانانو يو جومات اباد شوی وو چې شاوخوا اتلس کاله وړاندې سخت دريځوهندوانو وران کړ.

له هغه را وروسته په مذهبي ناکراريو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ووژل شول.

د بابري جومات تاريخ او پر سر يې شخړه

د بابري جومات پر سر شخړه ډېره زړه ده، خو د دې مسلې پر سر ترخوالی په 1949 کال کې ډېر شو.

ويل کېږی چې هندو مذهبي بابري جومات ته ورننوتل او هلته يې د رام نومي بت کېښود. همدا و چې مسلمانانو او هندوانو دواړه محمکې ته مخه کړه او په پايله کې حکومت دا سيمه لانجمنه وبلله او د جومات دروازې ته کلپ ور واچاو.

بابري جومات په 1928 کال کې د مغل پاچا بابر د حکومت يوه چارواکي جوړ کړی وو.د هندوانو دعوه دا ده چې پخوا په دغه ځای کې د رام مندر و او دا د رام د پيدايښت ځای دی.

مورخين وايي چې د جومات او مندر شخړه په لومړي ځل په 1853 کال کې د تاوترخوالي سبب شوه ، او شپږ کاله ورسته په 1960 کې په هند کې د بريتانيايي چارواکي لوري دغلته يو دېوال ودرول شو.

په دې ډول د جومات دننه مسلمانانو ته او له جوماته د باندې سيمه هندوانو ته ورکړل شوه چې پکې د عبادت اجازه يې هم درلوده.

په 1979 کال کې د هغه وخت لومړي وزير راجيو ګاندهي جومات ته نژدې له شخړې خلاصې يوې سيمه کې د رام مندر د ودانۍ بنسټ دکېښودو اجازه ورکړه.

په 1980 کلونو کې شخړې سياسي بڼه خپله کړه.

په 1984 کې هندوان د ويشو هندو پرشيد په نوم يوه ګوند تر بيرغ لاندې راټول او د دوی په وينا د رام د زېږېدنې د ځای دازادولو لپاره يې يو کمېسيون جوړ کړ.

ورسته د دې ګوند مشرتوب د بهارتيا جنتا پارټي يا بي جي پي نومي سياسي ګوند مشر لال شنکر اډوني په لاس کې واخيست.

په 1986 کال کې د فيض اباد ولسوالۍ قاضي د جومات دروازه پرانيستله او هندانو ته يې د عبادت اجازه ورکړه چې په ځواب کې مسلمانانو د بابري جومات د ملاتړ جرګګۍ جوړه کړه.

يو کال ورسته هندو ملت پالو بابري جومات ته لږ زيان ورساوه. هغه مهال لومړي وزير چندر شيکر د مذاکراتو په مرسته د شخړې د هواري هڅه وکړه خو هېڅ پرمختګ ونشو.

ويل کېږي چې د بابري جومات د ورانولو طرحه په 1991 کال کې هغه وخت جوړه شوه چې په اترپردېش ايالت کې د بهارتيا جنتا پارټي واک ته ورسېده.

خو د 1992 کال د ډيسمبر پر 6 مه نېټه هندوانو بابري جومات وران کړ.

تر دې ورسته د هند په نژدې ټولو ښارونو کې تاوتريخوالي زور واخيست. په دغه تاوتريخوالي کې تر دوو زرو ډېر خلک ووژل شول چې ډېری پکې مسلمانان ول.

د 2002 کال په اپريل کې د اله اباد سترې محکمې د جنجالي ځمکې د مالکيت په هکله د دوسيو څېړل پيل کړل.

د لرغونو اثارو کارپوهان د محکمې په حکم د دغې ځمکې کېندل پيل کړل چې معلوم کړي ايا په دغه ځای کې کله رام مندر واو کنه؟

د 2002 په اګست کې کارپوهانو وويل چې هغوی د رام مندر د شتون شواهد تر لاسه کړي دي خو مسلمانانو دا پريکړه ونه منله.

بلاخر تر شپېتو کالو وروسته دغه ناندريزه مسله نن پای ته ورسېده .