نوې څېړنه: سيندونه له خطر سره مخامخ دي

د سيندونو يوې نړيوالې سروې وښوده چې د نړۍ د وگړو په سلو کې نژدې اتيا د داسې سيندونو تر څنگ ژوند تېروي چې له خطر سره مخامخ دي.

په دغې سروې کې چې د طبيعت يا NATURE په مجله کې راوتلې، دغه راز پرمختللي هېوادونه پر دې غندل شوي چې پاکو اوبو ته د خطر پېښوونکو اصلي عواملو مخه نه نيسي.

د نړۍ د سيندني نظام دا سروې هڅه کوي د تازه اوبو سرچينو ته پېښ خطرونه چې انسان او وحشي ژوي ټول ورپورې تړلي دي، وشمېري.

په سروې کې راغلي چې د نړۍ د وگړو يو لوى اکثريت د هغو سيندونو ترڅنگ اوسي چې يا د انساني فاضله موادو، او يا د کرنې او انجنيري پروژو له امله له خطر سره مخامخ دي.

اټکل دى چې په پرمختيايي هېوادو کې له دې پلوه انسانانو ته مخامخ خطر خورا شديد دى چې پکې نژدې درې نيم ميليارده وگړي په داسې سيمو کې اوسي چې د څښاک د پاکو اوبو شتوالى په کې حتمي نه دى.

په شتمنو هېوادو کې د فاضله موادو پر پاکوونکو فابريکو يا د سيلابونو پر مخنيوونکو دېوالونو د زرگونو ميلياردو ډالرو د لگولو له برکته انسانانو ته ورپېښ خطر په سلو کې تر ٩٥ کم شوى دى.

خو څېړونکي وايي په داسې حال کې چې د عواقبو غم خوړل شوى، پخپله ستونزې چې دغه عواقب زېږوي له پامه غورځېدلي پاتې دي.