پاکستانى پوځ د بنديانو په اړه پوښتل کېږي

Image caption تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دا ويډيو به سمه وي او که څنګه خو امريکا وايي پاکستان يې بايد پوره پلټنې وکړي.

امريکا له پاکستان څخه غوښتي، هغه ويډيويي فلم پوره وپلټي چې ښيي يونيفورم لرونکي سرتېري بې وسلې ، سترگې تړلي بنديان په گوليو ولي.

بنديان کميس ، پرتوگ کې دي او باور دى چې فلم به په سوات کې اخيستل شوى وي، خو ددې خپلواک پخلى نشي کېدى.

د فلم د اخيستو ټيک نېټه نه ده روښانه. د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي فکر کوي چې دا به جعلي وي.

په ويډيو کې وينوچې د پوځي يونيفورم کسان شپږ سترگې تړلي بنديان، د ځنگله خواته بيايي.

په اردو ژبه يو غږ اورېدل کېږي چې پوښتي: "يو يو، که ټول يو ځاى؟" په ځواب کې ورته ويل کېږي: "ټول يو ځاى!". هله نو پوځيان خپلې توپکې اوچتوي او پر بنديانو ډزې کوي.

وروسته يو بل توپک په لاس کس مخ ته ځي او يو ځل بيا بنديانو ته ورنژدې کېږي او بيا يې ولي او ورسره سم په اوچت غږ چيغې راجگېږي.

موږ په ډاډه سره نشو ويلى چې دا ويډيويي فلم به له کومه راغلى وي او سم به وي او که نه. د پاکستان پوځ وايي چې پلټنه يې روانه ده.