عباس د سولې له خبرو د شاته کېدو ګواښ وکړ

Image caption فلسطيني مشرانو ويلي، چې په لوېديځه څنډه کې بايد د ښارجوړولو هرډول فعاليتونه ودرول شي.

دغه تازه دريځ، د فلسطين په رسمي تګلاره کې کوم بدلون نه دی. بلکې د هغه موقف تاييد دی چې له اسرايلي لوري سره د خبرو اترو په بهير کې ورباندې ټينګار شوی دی.

هغه دا چې که اسرايل د فلسطين په اشغال شوې خاوره کې د ښارګوټو جوړولو ته ادامه ورکړي، نو خبرې به پرمخ ولاړې نشي.

فلسطينيانو تراوسه نه دي ويلي چې په رسمي توګه د سولې له خبرو څخه وځي، خو په رام الله کې د لوړ پوړو فلسطيني چارواکو له ناستې وروسته د دغه دريځ اعلان د دې خبرداری ورکوي چې وخت په تېرېدو دی.

د فلسطين د ازادۍ غوښتونکي سازمان يو لوړ پوړی چارواکی ياسر عابد ربو، د ښاروګوټو د جوړولو د چارې ځنډول د اسرايلو لپاره يو ازمېښت په ګوته کوي:

(( فلسطيني مشران په ډاګه کوي چې د مېشت ځايونو د جوړولو بندول، د خبرو اترو د جدي والي او په ټوله کې د سياسي بهير لپاره يو روښانه ثبوت دی.

دا هغه څه دي چې د امريکا په ګډون ټولې نړيوالې ټولنې ورسره موافقه کړې ده. ځکه نو د اسرايلو لخوا د مېشت ځايونو د جوړولو ځنډول، يوه روښانه او عمومي غوښتنه ده.))

تمه کېږي چې د عربي ټولنې چارواکي به د خپلې راتلونکې اوونۍ په غونډه کې د فلسطينيانو د دريځ ننګه وکړي.

دا تر اوسه پورې د دواړو غاړو ترمنځ درېيمه پلا خبرې دي، خو په راتلونکې کې د خبرو لپاره د کوم مهال وېش ، د نه ټاکلو په صورت کې به ښايي د سولې د خبرو دا تازه هڅې له ځنډ او خنډ سره مخامخې شي.

د امريکا د استازي جورج مېچل په مشرۍ نړيوال مرکچيان اوس هم په سيمه کې دي او سختې هڅې کوي چې د دواړو غاړو تر منځ پر يوه تفاهم لاس بري شي.

په اشغال شوې لوېديځه څنډه کې د يهودي مېشت ځايونو پر جوړېدلو د لګېدلي لس مياشتني بنديز موده يوه اوونۍ وړاندې پای ته ورسېده.

د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو تراوسه د دغه بنديز د مودې غځولو پرسر له نړيوالو فشارونو سره مقاومت کړی دی.

د هغه د ايتلافي حکومت ځينو ښي اړخو غړو په دې برخه کې له هرډول جوړ جاړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

خو فلسطيني مشرانو ويلي، چې په لوېديځه څنډه کې بايد د ښارجوړولو هرډول فعاليتونه ودرول شي.

که نه نو ښاغلی نتانياهو بايد د دغو خبرو اترو په ټپه درېدو مسووليت پر غاړه واخلي.