یهودانو په لوېديځه غاړه کې جومات سوځولی

Image caption چارواکي وايي د بېت فجر د کلي خلک د دغې پېښې پړه پر نژدې مېشتو اسرايليانو ور اړوي، ځکه چې اور اچوونکو د جومات په يور دېوال په عبراني ژبه ليکنې کړي دي.

فلسطيني چارواکي وايي يهودي مېشتو په قبضه شوې لوېديځه غاړه کې يوه جومات ته اور اچولی او د جومات فرش او څو سپېڅلي کتابونه يې په کې سوځولي دي.

چارواکي وايي د بېت فجر د کلي خلک د دغې پېښې پړه پر نژدې مېشتو اسرايليانو ور اړوي، ځکه چې اور اچوونکو د جومات په يور دېوال په عبراني ژبه ليکنې کړي دي.

د جنوبي بیت لحم ښار د بیت فجار کلي اوسېدونکو ویلي هلته مېشت یهودان پرجومات ورننوتي، د جومات فرش او ۱۵ قرآن شریفونه یې سوځولي دي.

عيني شاهدانو ویلي د اور په پایله کې د جومات زیاته برخه زیانمنه شوې ده.

د اسراييلو د پوځ يوه وياند وويل دوی د بريد په اړه پلټنې کوي او دا موضوع په ډېر جديت سره څېړي.

د پوځ ویاندې افیتا لیبووېچس رویټرز خبري اژانس ته ویلي "دا یوه ډېره خطرناکه پېښه ده، او موږ به تر خپله وسه د دې پېښې پلټنه کوو. او عاملین به مومو."

Image caption د ویلو ده چې په لوېديځه غاړه کې شاوخوا نیم میلیون یهودان ژوند کوي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د دوی دا مېشتېدنه غیرقانونه ده.

دا څلورم ځل دی چې له تېر دسمبر میاشتې راهیسې په لوېديځه غاړه کې د مېشتو یهواانو لخوا پر جوماتونو بریدونه کېږي.

په تېره مۍ میاشت کې فلسطينیانو ویلي وو چې په ختيځ اللبن ښار کې یهودانو یوه جومات ته اور ورته کړی و، خو اسراييلي ځواکونو ویلي وو چې دا اور د برېښنا د مزي له امله رامنځ ته شوی و.

او په تېر اپريل میاشت کې بیا مېشتو یهودانو بیا نابلس ته څېرمه په حواره ښارګوټي کې پر یوه جومات غصه پاروونکي شعارونه لیکلي وو.

د ویلو ده چې په لوېديځه غاړه کې شاوخوا نیم میلیون یهودان ژوند کوي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د دوی دا مېشتېدنه غیرقانونه ده.

ورته مطالب