پاکستاني طالبانو د ناټو پر لاریو د نورو بریدونو ګواښ کړی

پاکستاني طالبان

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته پر اکمالاتي کارونونو طالبان په منظم ډول بريدونه کوي خو دا ډېر اسانه هدف هم نه دی.

پاکستاني طالبانو چې په دغه هېواد کې به د ناټو پر ضد د ورته نوربريدونه هم وکړي.

دوی له هغه وروسته دغه ګواښ چې تېره ورځ يې اسلام اباد څېرمه د ناټو د يوه اکمالاتي کاروان ۲۷ ګاډي وسوځول.

په پاکستان کې د ناټو پر کاروانونو له هغه وروسته بريدونه ډېره شول چې دناټو په يوه هوايي بريد کې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول.

د ناټو سرمنشي په دې اړه ژوره خواشيني ښوولې او له پاکستانه يې غوښتي چې دناټو کاروانونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي .

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال اورلا ګيورين د طالبانو وروستيو بريدونو ته کتنه کړې چې هميم جلالزي يې رپوټ پښتو ته راژباړلی دی.

طالبانو له هغه وروسته چې اسلام اباد ته څېرمه يې د ناټو پېنځه ويشت تيلي ټانکرونه وسوځول د ناټو پر ضد د ورته نورو بريدونو ګواښ کړی دی .پر دغو ټانکرنو شوي بريد کې درې تنه ووژل شول.

ټانکرونه د لارې پر سر درول شوې ول ځکه چې پاکستان د ناټو کاروانونو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته ننوزي. د بي بي سي خبريال چې د پيښې ځای ته ورغلی و وايي .

موږ دا مهال د سوځېدلو ګاډو په تمځای کې ولاړ يو او ددغه ځای ځينې برخې لکه د موټرو هدېره داسې ښکاري . زما په مخکې د ګاډو يو کتار دی چې ټول سوځېدلي دي .

دلته هېڅ شی هم نه دي پاتې يواځې اوسپنيز څرخونه او ماتې هېندارې پرتې دي . تر اوسه پورې هم لا د ګاډي له يوه ټير څخه دودونه پورته کېږي .

پر دې سربېره په دغه ميدان کې زه يو کمېس وينم او يو د سړي يو بوټ پروت دی چې ښکاري چا د تېښتې هڅه کړې او بوټ ترې پاتې شوی دی .

19 کلن زبير خان له طالبانو څخه دخپلې تېښتې په اړه موږ ته وويل :

الله اکبر

''زه د خپل ګاډي پر بام ويده وم او يو وسلوال سړی مې وليد، هغه د الله اکبر چيغې وهلې او ډزې يې پيل کړې . زه له ټريلر څخه را غورځار شوم او په پروت د ټانکر تر سينې لاندې شوم بيا وروسته وتښتېدم. دوی پر ما باندې د منډو پر مهال ډزې وکړې.''

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته پر اکمالاتي کارونونو طالبان په منظم ډول بريدونه کوي خو دا ډېر اسانه هدف هم نه دی.

وروسته له هغه چې د ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې درې تنه پاکستاني سرتېري د پاکستان حکومت د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ د تورخم لاره بنده کړه. اوس د ناټو اکمالاتې ګاډي د تورخم له بندره هاخوا ولاړ دي.

ددغې لارې له بندېدو وروسته د ناټو سرمنشي انريس فو راسموسين ددريو پاکستاني سرتېرو د وژنې له امله ژوره خواشيني څرګنده کړه .

پاکستان کې د ناټو سوځول شوي تيلي لارۍ

تېره ورځ پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې طالبانو د ناټو ۲۷ لارې وسوځولې.

هغه له پاکستان څخه وغوښتل چې هر څومره ژر کېدای شي د ناټو کاروانونو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته لاړ شي.
ښاغلي راسموسين وويل د ناټو او پاکستاني چارواکو تر منځ به همغږي زياته شي :

''زه د تېرې اوونۍ د پېښې په اړه چې په پايله کې يې پاکستاني سرتېري ووژل شول، خپله ژوره خواشيني څرګندوم. زه د دوی له کورنيو سره خپله خواږي شريکوم. دا څرګنده خبره ده چې دغه پېښه غيرقصدي شوې او دا هم څرګنده خبره ده چې موږ غواړو د خپلو ځواکونو او زموږ د پاکستاني ملګرو تر منځ همغږي زياته کړو. دا مهال په دې اړه ګډې پلټنې پيل شوې او موږ به دا روښانه کړو چې څه پېښ شوي اصلي ټکی به راوباسو.''

که څه هم تر اوسه پورې افغانستان ته د ناټو په راتلونکو کاروانون باندې د پاکستان بنديز پر خپل حال دی خو تېره ورځ يوه لوړ رتبه پاکستاني چارواکي ويلې و چې ډېر به دغه بنديز لري کړي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .