نن په تاريخ کې - د اکټوبر اتمه نېټه

تاريخ

٧٠٥ کال – د امويانو پنځم خليفه عبدالملک بن مروان مړ شو.

١٦٠٠ کال – سان مارينو اساسي قانون تصويب کړ.

١٦٩٠ کال – ترکي ځواکونه بلگراد ته ننوتل.

١٧١٢ کال – فرانسوى تښتوونکى ژاک کاسارد د سورينام په سمندري څنډو کې وليدل شو.

١٨٧٣کال – په انډيانا کې د ښځو له خوا چلېدونکى لومړنى ښځينه زندان پرانستل شو.

١٩١٢ کال – د بالقان لومړۍ جگړه له ترکيې سره د مونتي نگرو د جگړې په اعلان پيل شوه.

١٩١٥ کال – د لوس جگړه ونښته او نژدې ٤٣٠ زره بريتانيايان، فرانسويان او جرمنيان ووژل شول.

١٩١٧ کال – بلشويک تروڅکي د روسيې د پتروگراد د شورا مشر وټاکل شو.

١٩٢٤ کال – د مک دونالډز په مشرۍ د بريتانيا کارگر حکومت له کمونيستانو څخه ماتې وخوړه.

١٩٢٩ کال – د جنرال محمد نادر خان ځواکونو کابل ونيوه او د کلکاني حبيب الله پلويان يې چې د سقاو پر زوى مشهور و، شمالي ته وتښتول.

١٩٤٥ کال – ترومن له بريتانيا او کاناډا سره د خپلو اټومي رازونو د شريکولو اعلان وکړ.

١٩٦٢ کال – نوى خپلواک شوى الجزاير د ملگرو ملتو د ١٠٩ غړي په توگه ومنل شو.

١٩٧٠ کال – کمونيست ضد روس ليکوال السکاندر سالژينيڅين د نوبل جايزه وگټله.

١٩٩٣ کال – ملگرو ملتو له جنوبي افريقا نه پاتې اقتصادي بنديزونه هم پورته کړل.