د سپيني ماڼۍ امنيتي سلاکار جېمز جونز استعفا وکړه

ښاغلی جونز
Image caption ولسمشر اوباما وايي ښاغلي جونز په هماغه سر کې ورته ويلي وو چې يوازې دوه کاله به له ده سره کار کوي.

په یوه اوونۍ کې د ولسمشر اوباما دویم لوی سلاکار استعفا کوي.

رپوټونه وايي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال جیمز جونز غواړي خپله دنده پرېږدي.

په پام کې ده چې پر دغه څوکۍ د هغه مرستيال تام ډونېلډ مقرر شي.

له دندې د جنرال جېمز جونز لرې کېدل دومره ناڅاپي خبره نه ده ، خو خبريالان وايي کېدی شي د اوباما د جګړې په نامه د وتلي ژورنالست باب ووډ وارډ په تازه خواره شوي کتاب کې د هغه راغلو څرګندونو دغه کار ګړندی کړی وي.

ولسمشر اوباما وايي ښاغلي جونز په هماغه سر کې ورته ويلي وو چې يوازې دوه کاله به له ده سره کار کوي.

د غربي څېړونکو په وینا، جنرال جېمز جونزته د ولسمشربارک اوباما د امنيتي سلاکار په توګه د سپينې ماڼۍ په سرکاري ډله کي ډېري سترګي ځکه ور واوښتې چې په پوځ کي يې پوره ۴۰ کاله تېر کړي ول، خو پر سر د هغه يې هم په سپينه ماڼۍ کې چندانې برېښ ونه کړ.

وايي چې ددغه جنرال د هغو سياستوالوسره نه لګېدله چې په سپينه ماڼۍ کې د امريکا پر ولسمشر راټول دي.

په يوه کتاب کې چي د ده قول پکې اخيستل شوی، دغه سياستوال يې د مافيايي ډلي په الفاظو ياد کړی دی.

له سپينې ماڼۍ نه دده د تګ خبر که څه هم ښه د مخه خپور شوی و، خو ځينې ګومان کوي چې دغه کار ښايي نوره چټکتيا پکې راوستلې وي.

په حکومت کي ددغه جنرال اهميت په دې هم لږ بلل کېده چې ولسمشرد نورو سلاراکارانو او د کابينې غړو لکه د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون د جګړې قومندان جنرال پيټرېیاس سره ترده ډېر تماس او نژدېوالی درلود.

پردې سربېره دغه جنرال په ميلادي مياشت اګست کې په يوه ټلوېزوني مرکه کي خبرداری ورکړ چي په امريکا کي د افغانستان د جګړې ملاتړ پر لږېدو دی.

Image caption رېم اېمانوېل د ولسمشر اوباما نژدې او د باور وړ کس و چې شونې ده نن خپله دنده پرېږدي.

همدارنګه يې منلې وه چي ښايي امريکا په افغانستان کي د ويتنام د جګړې په برخليک اخته شي.

ده دا هم ويلي ول چې د اصلي وېرې ځای به هغه وي چې امریکا د روان اخ و ډب مخه ونه نیولی شي.

ده په دغه مرکه کې هيله ښودلې وه چې د جګړې حالت به خرابېدو ته پرې نږدي.

دا د امريکا له حکومت څخه د غټو کسانو د وتنګ تازه خبر دی.

په دغه کسانو کې د سپينې ماڼۍ د پيسو د چارو مشر رېم اېمانېول او پيټر اورزاګ هم شامل دي.

څېړونکي وايي که د ولسمشر بارک اوباما د حکومت غټان دغسې پرله پسې له حکومت څخه وځي، نو ودې شي چې د سپينې ماڼۍ غوره شوې ډلې ته د يو بې سېکه ډلې په سترګه وکتل شي.

ورته مطالب