پاکستان کې بیا د ناټو لارۍ سوځول شوې

پاکستان کې د ناټو سوځول شوې تيلي لارۍ
Image caption دا د اکتور له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان د ناټو پر اکمالاتي لاریو پنځم برید دی.

د پاکستان په سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت کې نا پېژاندو وسله والو افغانستان ته د مېشتو ناټو ځواکونو پر تیلي ګاډو برید کړی دی.

د پاکستان حکومتي تلوېزیون ویلي دغه برید د بلوچستان ایالت د بولان سیمې په مټهړي کې تېره شپه شوی، چې شاوخوا ۳۰ تيلي ګاډي پکې سوځول شوي دي.

رپوټونه وايي دغه تیلي ټانکر له کراچۍ ښاره دلته راوستل شوي ول.

عیني شاهدانو ویلي لومړی وسله والو پر ټانکرو ډزې وکړې او بیا یې راکټ پرې وتوغول، چې په پایله کې ټول ولاړ ټانکر وسوځېدل.

ویل کېږي چې د ټانکرو د ساتنې یو کارکوونکی په پېښه کې ټپي شوی، خو د مرګ ژوبلې خبر تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

په پاکستان کې د ناټو پر اکمالاتي لاریو وروسته له هغه بریدونه زیات شول، چې د پاکستان د ننه ناټو ځواکونو لږترلږه دوه پاکستاني عسکر په یوه هوايي برید کې ووژل .

د روانې اکتوبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې دا په پاکستان کې د ناټو ځواکونو پر اکمالاتي لاریو پنځم برید دی، چې لسګونه ګاډي پکې سوځول کېږي.

لومړۍ برید اسلام اباد ته څېرمه په شکارپور سیمه کې وشو، چې تر شلو ډېر تيلي لارۍ پکې وسوځول شوې.

پاکستاني طالبانو ویلي تر هغه به دغو بریدونو ته دوام ورکوي، چې په قبایلي سیمو کې د امریکا څارګرو الوتکو بریدونه نه وي ختم شوي.

ورته مطالب