په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د چيلي کان کيندونکيو د ژغورنې پرمختګ

په چيلي کې انجنيرانو تر مځکې لاندې اووه سوه متره ښکته هغې خونې ته سوری کړی چې له تېرو څه باندې دوو مياشتو راهيسې په کې ۳۳ تنه کان کېدونکي بند پاتې دي.

د چيلي له (سان خوزې) کا سره نژدې د خوښۍ لپاره انجينرانو د موټرو هارنونه وهل او د بند شويو کسانو د کورنيو غړيو او خپلوانو خوښي کوله، او يو بل ته يې غېږې ورکولې.

د بي بي سي خبريال (جوني هوګ) چې د کان کيندونکيو د بندېدو کيسه او هم د هغوی د ژغورنې بهير څنګه پيل شو.

د (سان خوزې) کان د اګست په (۵) مه ونړېد. د ژغورنې کار کوونکيو (۱۷) ورځې نور د موندنې او کشفونې سوري کيندل او د غږ اورېدنې الې يې استولې چې وګوري که څوک ژوندي پاتې وي.

Image caption نژدې له دوو مياشتو راهيسې د بنديو کان کيندونکيو د ژغورنې هڅې رواندې دي.

بيا يو استول شوی کوتی له يوې ليکنې سره د مځکې سر ته راستون شو، او د دې پخلی يې کاوه چې بند شوي کان کيندونکي ژوندي او روغ دي.

د مځکې له پاسه د اصلي سوري له لارې دوی ته خواړه، اوبه، درمل او پيغامونه واستول شول، او د دغو بندو پاتې شويو جسمي او رواني حالت له نژدې څارل کېده.

په پيل کې داسې فکر کېده چې کان کيندونکيو ته رسېدنه او د مځکې سر ته د دوی راپورته کول به ډېر اوږد وخت ونيسي، چې شونې ان د روان ميلادي کال تر پايه وغځېږي.

د سوريو کيندنې لپاره درې بېلابېلې برمې کارول کېدې، ځکه هېڅوک باوري نه وو چې کومه يوه به يې چټک کار وکړي.

Image caption پر لارۍ بار نلونه چې د ةحکې لاندې کان ته په سوري جوړولو کې کارول شوي دي.

د دغو برمو دوهمه يې تر ټولو بريالۍ راووته، او تر مځکې لاندې (۶۲۴) متره کيندنې سره اوس کان ته ور رسېدلې ده.

وس کله چې دا خبره ومنل شي دغه نری تونل ثابت او کلک دی، هر بند شوی کان کيندونکی به په يو ځانګړي ډول جوړ شوي کپسول کې، چې يوازې (۵۰) سانتي متره پراخوالی لري، راپورته کېږي.

مځکې ته د راپورته کېدنې هر مزل به تر نيم ساعت وخت نيسي. که کپسول د راپورته کېدو پر لار بند شي، کان کيندونکی کولی شي، ښکتنۍ برخه يې پرانيزي او بېرته کان ته ورښکته شي.

Image caption کارګران هغه کپسول ازمويي چې د بندو شويو کان کيندونکيو په را ايستلو کې به کارول کېږي.

که هرڅه له پلان سره سم پر مخ لاړ شي، دغه بند شوي سړي به له هغې مودې نه چې اټکل يې کېده دوه مياشتې مخکې له خپلو کورنيو سره يو ځای شي، خو بيا هم دا دی څه د پاسه اته اوونۍ کېږي چې دوی له مځکې لاندې بند پاتې دي.