فلسطينانو د نتنياهو نوى وړانديز رد کړ

د اسراييلو لومړي وزير بنیامین نتنياهو وړانديز کړى چې که فلسطينيان د دۀ هيواد د يهودو د خاورې په توگه په رسميت وپېژني نو د نويو استوگنځايونو له جوړولو به لاس واخلي .

Image caption د فلسطينيانو ځواب سملاسي او غوڅ و

له بيت المقدس څخه د وېير ديوس رپوټ

له څو اوونيو راهيسته د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ خبرې اترې پر فلسطيني خاوره باندې د يهودي مېشت ځايونو د ابادولو له امله عملاً ځنډېدلې وې .

تر اوسه پورې د اسراييلو لومړي وزير بنیامین نتنياهو د نړيوالو دا غوښتنې رد کړي چې د يهودو مېشت ځايونو ابادول دې ودروي .

فلسطيني مرکچيانو ويلي که چېرې د دغو ودانيو ابادول دوام ومومي، دوى به له خبرو لاس واخلي.

اوس د اسراييلو په ولسي جرگه کې د خبرو پر وخت ښاغلي نتنياهو هڅه کړې چې بيا وار لومړى کړي او وايي چې دى به له حکومته د ودانيو د ابادولو د ځنډ غوښتنه په دې شرط وکړي چې فلسطينيان اسراييل د يهودي هيواد په توگه په رسميت وپېژني .

Image caption د ښاغلي نتنياهو وړانديز يې وارد واره رد کړ او د فلسطينيانو يوۀ لوړ پوړي مرکچي وويل دوى له ډيره وخته اسراييل د يوۀ هيواد په توگه په رسميت پېژندلى او د خبرو په وړاندې ريښتنى گواښ پر فلسطيني خاوره باندې د يهودو د مېشت ځايونو ابادول دي .

د فلسطينيانو ځواب سملاسي او غوڅ و .

د ښاغلي نتنياهو وړانديز يې وارد واره رد کړ او د فلسطينيانو يوۀ لوړ پوړي مرکچي وويل دوى له ډيره وخته اسراييل د يوۀ هيواد په توگه په رسميت پېژندلى او د خبرو په وړاندې ريښتنى گواښ پر فلسطيني خاوره باندې د يهودو د مېشت ځايونو ابادول دي .

د اسراييلو دا غوښتنه چې دغه هيواد دې په ځانگړې توگه د يهودو د هېواد په توگه په رسميت وپېژندل شي د فلسطينيانو له خوا له ډيره وخته رد شوې ځکه چې د دوى په وينا دا کار به په اسراييلو کې په سلو کې د شلو هغو کسانو په وړاندې تبيض وي چې يهودان نه دي .

دغه راز د هغو څلور نيم ميليونه کډوالو شويو فلسطينيانو او د هغوى د کورنيو برخليک به هم پر دغې پريکړې اغېز من شي .

هغوى په ١٩٤٨ کال کې تر جگړې وروسته خپله سيمه پرايښې وه .

ورته مطالب