د اکتوبر ١٤ مه، د تاريخ په پاڼو کې

اپولو

١٥٢٩: سلطان سليمان دويم ويانا ونيوله .

١٩١٣ : په کارديز ، ويلز ، کې د سکرو په يوه کان کې چاودنې ٤٣٩ کسان ووژل .

١٩١٤: جرمن سرتېرو د هالنډ برگ سيمه ونيوله .

١٩٢٥: په دمشق کې د فرانسې پر ضد پاڅون وشو .

١٩٣٩: په هالنډ کې بوره په جريه شوه .

١٩٤٣: جاپان فليپين ته خپلواکي ورکړه .

١٩٤٤: بريتانيايي ځواکونه د يونان پلازمېنې اتنز ته ورننوتل .

١٩٤٦: هالنډ او اندونيزيا پر اوربند سلا وکړه او تړون يې لاسليک کړ .

١٩٤٨: د اسراييلو او مصر ترمنځ لويه جگړه ونښته .

١٩٥٣: په لومړي ځل درې هالنډۍ مېرمنې پوليس افسرې شوې .

١٩٦٣: الجزاير او مراکش د پولې پر سر لانجه پيدا کړه .

١٩٦٦: د ويتنام پر شمال باندې ١٧٥ امريکايي الوتکو بمباري وکړه .

١٩٦٨: د امريکا له فضايي بېړۍ اپولو اووم څخه چې انسان هم پکې و په لومړي ځل ژوندۍ خپرونه وشوه .

١٩٧٩: د جرمني په بن کې سل زره مظاهره کوونکو د اټومي انرژۍ پر ضد لاريون وکړ .

١٩٨٦: د المپيک نړيوالې کمېټې د ژمنيو او دوبنيو المپيک لوبو د جوړېدا اعلان وکړ .

١٩٩١: د برما حکومت مخالفې مشره انگ سانگ سو چي ته د سولې لپاره د نوبل جايزه ورکړل شوه .

١٩٩٤: ياسر عرفات ، اسحق روبين او شېمين پيريز ته د سولې لپاره د نوبل جايزه ورکړل شوه .