د اکتوبر 17 مه د تاريخ په پاڼو کې

ستالین لینن
Image caption ۱۹۶۱ کال - د شوروي د کمونېست ګوند ۲۲ مه کنګره يا غونډه جوړه شوه.

١٧٧٢ کال - د معاصر افغان دولت بنسټ اېښودونکى احمدشاه ابدالي د ٥١ کلو په عمر په کندهار کې وفات شو.

۱۹۱۲ کال - بلغاريا، يونان او سربيا د ترکيې پر ضد جګړه اعلان کړه.

۱۹۱۷ کال - بريتانيا لومړی ځل پر جرمني بمبار وکړ

۱۹۱۸ کال - يوګوسلاويا خپل ځان جمهوريت اعلان کړ.

۱۹۱۹ کال - د امريکايي راډيو شرکت (RCA) جوړ شو

۱۹۷۵ کال - ملګري ملتونه په يو پرېکړه ليک موافقه کوي چې وايي صهيونېزم د توکمپالنې يو ډول دی.

۱۹۶۱ کال - د شوروي د کمونېست ګوند ۲۲ مه کنګره يا غونډه جوړه شوه.

۱۹۷۳ - کال د عرب او اسراييلو د جګړې په مهال عربانو د تېلو توليد کم کړ.

۱۹۷۷ کال - د لوېديځ جرمني کوماندو د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې د (لوفتانزا) تښتول شوې الوتکې باندې بريد وکړ، ټول (۸۶) يرغمل سپرلۍ يې خوشي کړل، او د ۴ تښتوونکو نه يې ۳ تنه ووژل.

۱۹۷۸ کال- شوروي تر مځکې لاندې اتومي تجربه وکړه.

۱۹۷۹ - کال د هند مادر ټېرېزا ته د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه.

ورته مطالب