د اکتوبر 18مه د تاريخ په پاڼو کې

مصر
Image caption ۱۹۴۸ - اسراییلو د مصري پوځیانو پرضد عملیات وکړل.

۱۶۷۲ - پولنډ او ترکیې د سولې تړون لاسلیک کړ.

۱۸۷۸ - ادیسن په لومړي ځل د خپل کور لپاره برېښنا وکاروله.

۱۸۹۲ - د ليرې واټن لومړنی سوداګریز تیلې فون جوړ شو.

۱۹۱۲ - د بالکان جګړه پیل شوه.

۱۹۱۲ - د ترکانو او ایټالویانو جګړه پای ته ورسېده.

۱۹۱۸ - چکسلواکیا له اتریش او هنګري نه خپله خپلواکي اعلان کړه.

۱۹۴۴ - د وخت د شوروي ځواکونه د دويمې نړیوالې جګړې پرمهال چکسلواکیا ته ننوتل.

۱۹۴۶ - د نازیانو د جګړې د مجرمینو لومړۍ محاکمه پیل شوه.

۱۹۴۸ - اسراییلو د مصري پوځیانو پرضد عملیات وکړل.

Image caption ۱۸۹۲ - د ليرې واټن لومړنی سوداګریز تیلې فون جوړ شو.

۱۹۵۱ - روسیې لومړۍ اتومي ازموینه وکړه.

۱۹۶۲ - د امریکا پخواني ولسمشر جان ایف کینډي د پخواني شوروي د بهرنیو چارو له وزیر اندري ګرومیکو سره وکتل.

۱۹۷۹ - د ایران مذهبي مشر آیت الله خمیني د پراخو اعدامونو د لړۍ د بندولو غږ وکړ.

۱۹۸۹ - هنګري خپل اساسي قانون اصلاح کړ.

ورته مطالب