وسله والو د چیچنیا پر پارلمان برید وکړ

Image caption امنيتي سرچینو ویلي برید کوونکو د لنډ وخت لپاره په په ګروزني کې په پارلمان کې موجود کسان بند کړي ول.

د چیچنیا جمهوریت پر پارلمان وسله والو برید کړی، چې د رپوټونو له مخې مرګ ژوبله هم پکې رامنځ ته شوې ده.

د چیچنیا دولتي سرچینو ویلي د دغه هېواد امنيتي ځوکونه وتوانېدل، چې ټول برید کوونکي ووژني.

امنيتي سرچینو ویلي برید کوونکو د لنډ وخت لپاره په په ګروزني کې په پارلمان کې موجود کسان بند کړي ول.

په مسکو کې د بي بي سي خبریال هاني شادي وايي مخکې له دې چې سیمې ته د چیچنیا امنيتي ځواکونه ورسېږي، څلور برید کوونکي پارلمان ته ننوتي ول او هلته یې خلک په مرګ ګواښل .

رپوټونه وايي ولسمشر رمضان قاديروف خپله د وسله والو پرضد عملیاتو ته وتلی و او امنيتي ځواکونو ته یې لارښوونه کوله.

انټرفاکس وايي دوو کسانو خپل ځان والوځاوه او بیا دوو نورو له امنيتي ځواکونو سره جګړه پيل کړه.

د سرچینې په وینا، په برید کې لږترلږه د پارلمان څلور کارکوونکي وژل شوي ډي.

اسوشېټېډ پرېس بیا د امنيتي ځواکونو په حواله ليکي، چې له دې برید سره هممهاله په ګروزني کې د کرنې پر وزارت هم ورته برید وشو.

دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې د چیچنیايي جنګیالیو په مشرتابه کې یو لړ وېشنې رامنځ ته شوې، چې په لړ کې یې مشر دوکو عمروف له خپلې دندې ایسته کړای شو او اصلانبېک فادلوف یې ځایناستی شو.

Image caption کرملین د چیچنیا د ننه د وسله والو له مخامخ ګواښه اندېښنه لري.

فادلوف او یو بل قومندان حسین جکاییف د چیچنیا په جمهوریت کې د بریدونو غوښتنې کولې، او داسې ښکاري چې دغه نوې ډله به په دغه هېواد کې خپلو وسله والو بریدونو ته دوام ورکړي.

کرملین د چیچنیا د ننه د وسله والو له مخامخ ګواښه اندېښنه لري.

خو سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د روسې ملاتړی چیچنیايي حکومت چې مشري یې رمضان قادیروف کوي، په دغه هېواد کې د یاغیانو پر مخ زیاتېدونکو بریدونو پروړاندې ناکام دی.

سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ له امله تاوتریخوالي او یاغيتوب په ډېرېدا دی چې په لړ کې یې مېشت قبایل له یو بل سره په ټکر کې دي او په حکومت کې د شته فساد له کبله امنیت لاهم پسې خرابېږي.