د اکتوبر ۱۹مه د تاریخ په پاڼو کې

ناپيليون
Image caption 1812 - ناپيليون له مسکو څخه په شا شو.

1454 - د فرانسې او برتانيا تر منځ دوبمه جګړه د فرانسې په ګټه پای ته ورسېده.

1655 - د سويډن پاچا کيرل ګوسټف کراکوف ونيو.

1682 - برتانوي حاکم لارد شافتسبري هالند پرېښود.

1812 - ناپيليون له مسکو څخه په شا شو.

1853 - د غنمو اوړو کولو لومړني ماشين په هاوای کې وکارول شو.

1872 - د نړې تر ټولو ستره د سرو زرو کوټه چې 215 کیلو وزن يې درلود، په جنوبي ويلز کې وموندل شوه.

1879 - امير محمد يعقوب خان په زور د واک پرېښودو ته اړ ايستل شو.

1879 - توماس اديسن لومړی برېښنايي څراغ وکاراوه.

1912 - د ليبيا کنټرول له ترکيې څخه ايټالويانو واخيست.

1915 - روسيې او ايټاليا د بلغاريا پر سر د جګړې اعلان وکړ.

1925 - ايټالوي ځواکونو سوماليا ونيوله.

1932 - برتانيا له شوروي سره سوداګريزه موافقه لاسليک کړه.

1935 - د ماوزيدونګ ځواکونه د چين شانسي ولايت ته ورسېدل.

Image caption 1950 - د ملګرو ملتونو ځواکونه د شمالي کوريا پلازمېنې پيونګ يانګ ته ننوتل.

1943 - په مسکو کې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه جوړه شوه.

1944 - امريکايي ځواکونه په فليپين کې ښکته شول.

1950 - د ملګرو ملتونو ځواکونه د شمالي کوريا پلازمېنې پيونګ يانګ ته ننوتل.

1954 - د برتانيا او مصر ترمنځ د برتانوي پوځيانو د وتلو لوزنامه لاسليک شوه.

1985 - د شوروي اتحاد پنځه امريکايي ديپلوماتان له خپلې خاورې وشړل.

1988 - درو امريکايانو د فزيک او درو جرمنیانو د کيميا په برخه کې د نوبل جايزې وګټلې.

ورته مطالب