م.م. وايي، سوډان ته چينايي وسلې لېږدل شوې دي

چين
Image caption چين د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړی او يوه چينايي ديپلومات ګونګ بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې ډيپلوماتان وايي چين هڅه کوي د هغه ريپوټ د خپرېدو مخه ډب کړي چې ادعا کېږي چين د وسلو نړيوالو بنديزونه تر پښو لاندې کړي دي .

په راپور کې ادعا شوې چې چينايي وسلې د سوډان دارفور سېمې ته لېږل شوې دي .

دغه ريپوټ چې ملګرو ملتونو ته وړاندې شوی وايي په دارفور کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو د بريدونو په سيمو کې بېلابېلې چينايي مردکۍ موندل شوې دي.

خو له دې سره سره داسې اسناد نشته چې په ډاګه کړي دغه وسلې نيغ په نيغه د سوډان پر حکومت پلورل شوې وي.

يوه چينايي ډيپلمات ژوو بووګنګ دغه رپوټ ګونګ بللی.

له ايران سره د وسلو کاروبار

واشنګټن له بيجينګ څخه غوښتي ، د هغو چينايي شرکتونو مخه ونيسي چې له ايران سره د ملګرو ملتونو له بنديزنو سره سره د هغه هېواد په اټومي پروګرام او د توغنديو په ټيکنالوژۍ کې مرسته کوي.

ويل کېږي چې چينايي شرکتونو له هغو بنديزونو ښکاره سرغړونه کړې چې په تېر دوبي کې پر ايران لګول شوي ول.

هغوی دغه راز د امريکا له خوا پر ايران له لګول شويو بنديزونو څخه سرغړونه کړې ده.

يوه لوړ پوړي امريکايي چارواکي دا تاييد کړې چې واشنګټن بيجينګ ته د هغو شرکتونو ليست برابر کړی چې د ملګرو ملتونو له بنديزونو څخه يې سرغړونه کړې ده.

دغه اندېښنې تېره مياشت بيجينګ ته د امريکا د حکومت د استازي رابرټ اينهورن د سفر پر مهال راپورته شوې.

ښاغلی اينهورن پر ايران او شمالي کوريا د بنديزونو د لګولو په موخه له هېواده بهر تللی و.

دغه خبر لومړی په واشنګټن پوست ورځپاڼه کې راپورته شو. امريکا وايي چين پر ايران له لګول شويو بنديزونو سره موافقه کړې وه.

چارواکي دا هم وايي چې له بيجينګ څخه تمه لري چې د هغو کمپنيو په مخنوي ګام اوچت کړي چې د ايران د توغنديو له تکنالوژي او د اټومي وسلو له پرمختګ سره مرسته کوي.

داسې باور دی چې چينايي چارواکو د خپلو کمپينو فعاليتونه ته اجازه نه ده ور کړې.

کله چې په تېر دوبي کې په ملګرو ملتونو کې پر ايران بنديزونه ولګول شول، نو امريکا او اروپايي ټولنې اندېښنه ښوولې وه چې چينايي شرکتونه به دغه تشه ډکه کړي.