په سپينه ماڼۍ کې له طالبانو سره د پخلاینې پر سر خبرې وشوې

اوباما
Image caption اوباما په خبرو کې دا هم وويل چې اسيا ته د رانوې مياشتې په تګ کې پاکستان ته نه ورځي، خو په رانوي کال کې پاکستان ته د تګ نيت لري.

بارک اوباما د چهار شنبې پر ورځ په واشنګټن کې د خپلو جنګي سلاکارانو له ډلې سره د افغانستان د جګړې په باب د مياشتنۍ غونډې په ترڅ د اسلام اباد او کابل چارواکو په هغو هڅو کې خبرې وکړې چې مقصد يې د القاعدې او ملګرو مخنيوی، له زوره اچول او ماتول دي.

همدارنګه په روانو څو مياشتو کې په هغو عملياتو کې هم خبرې وشوې چې د دغه ډلي ځينې مشران پکې وژل شوي او نيول شوي دي.

اوباما ته د کندهار د عملياتو، د طالب مشرتابه د يوه يوه ویشتلو او په ټول افغانستان کې د جګړې د ډګر تازه حال تېرشو.

په غونډه کې د اسلام اباد له چارواکو سره د اوږدمهاله سوق الجيشۍ په باب په پاکستان کې د جنګي ملګرتيا او پر روزنځايونو د نوروبريدونو په باب خبرې وشوې.

همدارنګه له دغه هېواد سره د نظامي، ملکي په تېره د سېل په تاوانو کې د مرستې خبرې يادې شوې.

وروسته د افغانستان په ټاکنو، اقتصادي پرمختګونو، د پوليسو پر روزنو او د سولې د جوړې شوې عالي شورا او له طالبانو سره د خبرو په باب هم بحث وشو.

په غونډه کې همدارنګه د ناټو د راتلونکې نوبتي غونډې چې په ليزبن کې جوړېږي پر تياريو خبرې وشوې.

تردې غونډې وروسته ماسپښين اوباما واشنګټن ته د پاکستان هغه راغلی پلاوی هم وليد چې د امريکا او پاکستان د سوق الجيشۍ د خبرو درې ورځنۍ غونډې ته راغلی دی.

په دغه پلاوي کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او لوی درستيز شامل دي.

د امريکا ولسمشر په دغه غونډه کې له پاکستان سره پرداسې ملګرتيا ټينګار وکړ چې وايي د دواړو هېوادونو درناوي او ګټي پکې خوندي وي.

د سپينې ماڼۍ سرکاري بيان وايي چې دواړو خواوو ومنله چې په سيمه او افغانستان کې د سولې او ټيکاو په راوستنګ کې به ملګرتيا سره کوي.

Image caption اوباما ته د کندهار د عملياتو، د طالب مشرتابه د يوه يوه ویشتلو او په ټول افغانستان کې د جګړې د ډګر تازه حال تېرشو.

اوباما په خبرو کې دا هم وويل چې اسيا ته د رانوې مياشتې په تګ کې پاکستان ته نه ورځي، خو په رانوي کال کې پاکستان ته د تګ نيت لري.

ده اصف علي زرداري ته امريکا ته د ورتګ بلنه ورکړه.

د امريکايانو او پاکستانيانو دغې غونډې تر جمعې ورځې پورې دوام وکړ.