د پيسو په نړيوال صندوق کې به اصلاحات راوستل شي

جي شل
Image caption د جي شل په غونډه کې پرېکړه شوې چې د (IMF) يا د پيسو نړيوال صندوق کې د رايو (۶) سلنه واک د چټکې ودې په حال کې پرمختيايي هېوادونو ته ورکړي.

د (G20) يا شلو سترو صنعتي هېوادونو د ماليې وزيرانو د پيسو په نړيوال صندوق کې د اصلاحاتو په راوستو سلا شوي دي.

ددغو سمونونو له مخې به سترو پرمختيايي هېوادونو ته د خبرو ساحه پراخه شوې ده.

دغو وزيرانو په سوېلي کوريا کې د يوې غونډې پر مهال په دې اړه موافقه کړې چې د (IMF) يا د پيسو نړيوال صندوق کې د رايو (۶) سلنه واک د چټکې ودې په حال کې پرمختيايي هېوادونو ته ورکړي.

دغه هېوادونه به د (IMF) اداري پلاوي کې نورې څوکۍ هم ولري، په داسې حال کې چې لوېديځه اروپا به دوه څوکۍ له لاسه ورکوي.

خو امريکا به د (وېټو) خپل حق ساتي چې د مهمو پرېکړو پر مهال به يې کاروي.

دغه ډول پرېکړې (۸۵٪) سلنه رايو ته اړتيا لري، او واشنګټن د پيسو نړيوال صندوق رايې ورکونې درانه سيسټم په چوکاټ کې د (۱۷٪) سلنه رايو حق لري.

د (G20) هېوادونو د ماليې وزيرانو پر دې هم موافقه کړې چې د خپلو پيسو د ارزښت راښکته کولو سيالۍ کې ځانونه راکابو کړي، او د يو داسې نظام پر لاره پرمخ لاړ شي چې له مخې يې د پيسو ارزښت د بازارونو له لارې ټاکل کېږي.

د سوېلي کوريا په جيونګجي ښار کې د ځواکمونو اقتصادونو ترمنځ دغه خبرې د پيسو په بازارونو کې د تاوتريخوالي د شاليد پر وړاندې ترسره کېږي، چې ځينو ان د پيسو جګړه بللې ده.

د پيسو په بازار کې د تاوتريخوالي د ډېرې برخې پړه پر امريکا او چين اچول کېږي، سره له دې چې دا خبره لا روښانه نه ده چې دوی دواړه به د دغې وروستۍ موافقې له مخې ځان راکابو کړي، که څنګه؟

تر دې مهال پر چين د دې فشار و، چې له خپلې هغې تګلارې لاس واخلي چې له مخې يې د سيالۍ د وړتيا ساتنې په موخه د خپلو پيسو (يوان) ارزښت ښکته ساتي.

خو د پيسو ارزښت ښکته کونې دريځ کې د بدلون د موافقې لپاره کوم مهالوېش نه دی ټاکل شوی، نو ځکه بېجينګ پر خپل پخواني دريځ ټينګار کړی چې د خپلو پيسو تګلاره به ورو- ورو سموي.

په امريکا کې د سود ښکته کچو او د مرکزي بانک نورو تګلارو پانګوال دې ته اړ کړی چې په پرمختيايي هېوادونو کې د لوړو ګټو لټون وکړي.

دغه چاره د دغو هېواونو د پيسو ارزښت لوړوي او هم يې د سيالۍ وړتيا زيانمنوي. دا د يوې برخې په توګه په امريکا کې د پلې کېدونکو تګلارو پايله ده، چې له مخې يې پانګوال د لوړې کچې سود په لټه کې بل لور ته مخه کوي.

د امريکا چارواکي دغه دليل وايي چې د ډالر کمزورتيا د دغو پيسو د ارزښت قصدي راټيټونه نه ده، بلکې دهغو تګلارو هر اړخيز اغېز دی چې موخه يې د امريکا د اقتصاد غوړونه ده.