په هايټي کې کولرا ۲۲۰ کسان مړه کړي

هايټي
Image caption هايټي د امریکا په امریکايي قاره کې تر ټولو بې وزله هېواد دی.

په هايټي کې د کولرا ناروغۍ له امله تر ۲۲۰ کسان مړه شوي دي.

کابو یو کال مخکې په دغه هېواد کې زوروره زلزله وشوه، چې د سلګونه زره کورنۍ ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړ.

د هايټي د روغتیا وزارت سرچینو ویلي چې کولرا اوس لوېديځو سیمو ته هم غځېدلې ده او چې پلازمېنې ته لا له وړاندې ننوتې وه.

په پلازمېنه پورتاپرېنس کې چارواکي د دغې ناروغۍ د مخنيوي چټکې هلې ځلې کوي .

د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۱۲ په هايټي کې زورورې زلزلې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان مړه کړل او سلګونه زره نور یې له خپلو مېنو کوچېدا ته اړایستل.

د هايټي د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي ګیبریل تیموتي د تېرې شنبې پر ورځ وویل چې تر اوسه د کولرا له المه ۲۰۸ کسان مړه شوي چې په تازه پېښو کې د هېواد په مرکزي سیمو کې هم ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی وايي چې د شنبې پر ورځ په سان مارک ښار کې هم ۱۶ کسان مړه شوي دي.

Image caption روغتيايي چارواکي وايي چې له دغې کولرا سره ډېر شدید نس ناستی (اسهال) هم لګېدلی، چې د څلورو ساعتونو په اوږدو کې پرې اخته سړی په سلو کې د خپل بدن ۱۰ برخې وزن کوي، او که ژر یې غم ونه خوړل شي، تر یوې ورځې پورې یې د مرګ تر پولې رسوي.

روغتيايي چارواکو ویلي چې تر دې مهاله د دغې ناروغۍ له کبله درې زره کسان په روغتونونو کې بستر شوي، خو له بده مرغه د ټولو ناروغانو سمه درملنه نه شي کولی او د درملو له کمښت سره مخامخ دي.

هايټي د امریکا په امریکايي قاره کې تر ټولو بې وزله هېواد دی.

روغتيايي چارواکي وايي چې له دغې کولرا سره ډېر شدید نس ناستی (اسهال) هم لګېدلی، چې د څلورو ساعتونو په اوږدو کې پرې اخته سړی په سلو کې د خپل بدن ۱۰ برخې وزن کوي، او که ژر یې غم ونه خوړل شي، تر یوې ورځې پورې یې د مرګ تر پولې رسوي.

ورته مطالب