د ځانوژنې خوبونه

اسلامي اورپکو عبدالسلام ته وویل که چېرې هغه په افغانستان کې خپل ځانمرګی برید وکړي، نو جنت ته به ولاړ شي. نوموړي دې ته چمتو شو چې خپل ځان وچووي، همدا وو چې د ځانوژنې روزنه ورکړل شوه.

Image caption سلام اوس دده د نيولو پر ضد د حکومت د شاهدي ورکولو ځای ته راوستل شوی دی . دی به تر شاهدي وروسته پخواني حالت ته د راګرځېدلو په يوه پروګرام کې شامل کړای شي .

۱۴ کلن عبدالسلام د بي بي سي له خبریال سید شعیب حسن سره مرکه کړې ده.

مرکه:

ما په کراچۍ کې د سه شنبې د ورځې سهار وختي له عبدالسلام سره د پوليسو په مرکز کې وليدل .

دی څورلس کلن ماشوم دی او د طالبانو د شبکې د يوه غړي په توګه نيول شوی دی . هغه ته د ځانمرګي بريد کول هم ور زده شوي دي .

د سلام سفر درې کاله وړاندې له هغه مهاله پيل شو چې د ظاهر په نوم له يوه سړي سره يې چې په افغانستان کې جنګېده ملګرتيا پيل شوه. ده راته وويل چې ظاهر څرنګه هڅاوه پر جهاد باندې ووياړي .

سلام وايي د ظاهر خبرو دی بيخي قانع کړی و. ده راته وويل چې غوښتل يې په افغانستان کې د امريکايانو پر ضد وجنګېږي.

سلام بيا خپل ملګري د نويو طالب جنګياليو په ډله کې ورننيوست. دوی ويل سلام به د ځانمرګو بريدګرو لپاره ښه واسکټونه جوړوي خو پخپله سلام ماته وويل چې ده يوازې غوښتل چې ځانمرګی بريد وکړي.

دی اوس چتمو دی چې يو بريد وکړي . هغه خپلو ساتونکو ته ويلي دی به هر چېرته او هر وخت چې فرصت ومومي نو دغه کار به وکړي . ده ويلي ټول وخت په دې اړه فکر کوي :

''هر سهار چې راپاڅم زه يوازې په دې اړه فکر کوم چې يو فدايي واوسم. زه يوازې دا فکر کوم چې زه به يو فدايي بريد کوم او جنت ته به ځم.

کله چې به زما ښوونکی د لوست لپاره راتو او کله چې به ما کار کاوه نو ټول وخت مې په دې اړه فکر کاوه چې زه يو فدايي واوسم. ما به څلرويشت ساعته د جنت او فدايي په اړه فکر کاوه. ''

سلام اوس دده د نيولو پر ضد د حکومت د شاهدي ورکولو ځای ته راوستل شوی دی . دی به تر شاهدي وروسته پخواني حالت ته د راګرځېدلو په يوه پروګرام کې شامل کړای شي .

د عبدالسلام کيسه په کراچۍ کې د يوه داسې ميلان انعکاس دی چې دا مهال مخ په زياتېدو ښکاري .

طالبان او نورې جهادي ډلې همېشه دغه ښار ته ددې لپاره راځي چې پيسې راغونډې کړي او دغلته د افغانستان د جګړې ستوماني وباسي.

اوس په لويو ښارونو کې د جنګياليو ليکو ته نوي جنګيالي ورمات دي چې پر پوله او په پاکستان کې د ننه بريدونه وکړي.