واتیکان د طارق عزیز د اعدام لغوه کول غوښتي

طارق عزیز
Image caption طارق عزیز په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکايي بریدونو پرمهال امریکايي ځواکونو ته ځان تسلیم کړ.

واتیکان له عراقي چارواکو غوښتي چې د صدام حسین نژدې سلاکار طارق عزیر د اعدام پر پرېکړه بېرته له سره غور وکړي. واتیکان وایي که هغه وبښل شي سولې او عدالت ته به لاره هواره شي.

د تېرې سه شنبې پر ورځ (د اکتوبر ۲۶مه) د عراق سترې جنايي محکمې پر ښاغلي عزیز، یوه بل پخواني وزیر سعدون شاکر، او د صدام حسین د ځانګړي ساتندویه ځواک مشر عبد حمود (عب حمید محمود)، د صدام حسین د ناسکه ورور سبعاوي ابراهیم الحسن او د بعث پر پخواني جګپوړي چارواکي عبدالغني عبدالغفور د اعدام حکم وکړ.

د واتیکان ویاند په یوه ویناپاڼه کې ویلي که چېرې هغه له اعدامه وژغورل شي، دا کار به له سولې او عدالت سره مرسته وکړي.

د عراق قضایه قوې عزیز، شاکر او حمود د دیني حزبونو د تصفیه کولو په تور تورن کړل، چې په دغو حزبونو کې د دعوت اسلامي (شیعه) ګوند هم راځي.

د سترې محکمې ویاند او قاضي محمد عبدالصاحب رویټرز اژانس ته وویل پنځه واړه د بشري حقونو په جرم تورن شوي، چې په وینا یې ''قصدي وژنې یې کړې، خلک یې شکنجه کړي او په زور یې ځينې کسان تښتولي دي.''

نوموړي دا هم ویلي کېدای شي چې د ښاغلي عزیز او څلورو نورو تورنو کسانو د اعدام پر پرېکړه بیا له سره غور وشي.

د عراق قانون ټولو هغو کسانو ته له خپل ځانه د دفاع اجازه ورکوي، چې په اعدام یا عمري بند محکومېږي، ان که چېرې تورن د استیناف غوښتنه هم ونه کړي.

سیاسي فرمان

Image caption طارق عزیز د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال د عراق د بهرنیو چارو پر وزارت سربېره، د لومړي وزیر مرستیال هم و، او د صدام حسین له نژدې سلاکارانو څخه و.

د طارق عزیز مدافع وکیل بدیع عارف په عمان کې ویلي دا د عراق لخوا یو سیاسي فرمان دی، نه قانوني. نوموړی زیاتوي چې ښاغلي عزیز مخکې دا تمه درلوده چې عراقي حکومت ته ځان تسلیم کړي.

د طارق عزیز زوی زیاد هم د خپل پلار په حق کې دا پرېکړه بې ځایه بللې ده او په عمان کې یې د بي بي سي خبریال ته ویلي چې ''دغه پرېکړه د ټولو هغو کړنو په مقابل کې شوې، چې مخکې ترسره شوې دي.''

د نوموړي مطلب له تېرو کړنو نه د صدام حسین واکمني ده.

زیاد چې اوس په عمان کې اوسېږي، وايي د محکمې اجرآت نابشپړ دي په ځانګړې توګه کله یې چې د طارق عزیز د دفاعي شاهدانو ویناوې وانه ورېدې.

دی وايي چې پلار یې د سخت دریځو ډلو قرباني شوی دی.

طارق عزیز د ۲۰۰۳ کال په اپریل میاشت کې وروسته له هغه چې امریکا پر عراق برید وکړ، په بغداد کې امریکايي ځواکونو ته ځان تسلیم کړ، خو سږ کال امریکایانو هغه عراقي چارواکو ته په ګوتو ورکړ.

او تېر کال پر ښاغلی عزیز د ۱۵ کلونو بند پرېکړه وشوه، پر هغه تور و چې ګني په ۱۹۹۲ کال کې یې د ۴۰ سوداګر په وژنه کې لاس درلود، هغه د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال د عراق له شمال څخه د کردانو د اجباري شړلو په تور اووه کاله نور په زندان محکوم شوی و.

Image caption صدام حسين د ٢٠٠٦ کال د ديسمبر په مياشت کې وروسته له هغه په دار وځړول شو کله چې د ١٩٨٢ کال د بشرضد جرمونو د ١٤٨شيعه گانو په وژنه تورن وپيژندل شو .

خو ښاغلي عزيز دوه کاله مخکې د سوداگرو د اعدام په دې تور کې د صدام حسين د رژيم اووه تنه نور چارواکي هم ښکېل بللي وو.

او په تېره اګست میاشت کې بیا د برتانیا ګارډین ورځپانې په حواله، له زندان څخه د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په تیلې فوني خبرو کې ویلي وو چې ''عراق یې لېوانو ته پرېښی.''

صدام حسين د ٢٠٠٦ کال د ديسمبر په مياشت کې وروسته له هغه په دار وځړول شو کله چې د ١٩٨٢ کال د بشرضد جرمونو د ١٤٨شيعه گانو په وژنه تورن وپيژندل شو .

ورته مطالب