د اکتوبر 28مه- د تاريخ په پاڼو کې

تاريخ

په 1636 کال کې د هاوارد پوهنتون جوړ شو.

په1740 کال کې شپږم ايوان د روسيې امپراطور شو.

په 1746 کال کې کالاو او ليما ښارونه سختې زلزلې ونړول چې 18000 تنه پکې ووژل شول.

په 1891 کال کې د جاپان مينو – اواري ښارونه زلزلې ولړزول چې 7300 تنه پکې ووژل شول.

په 1900 کال کې د المپيک دويمه دوره لوبې تر پېنځو مياشتو وروسته په فرانسی کې پای ته ورسېدې.

په 1918 کال کې د اتريش او هنګري تر ټوټه کېدو وروسته چکسلواکيا خپلواکي ترلاسه کړه.

په 1922 کال کې بنيتو موسوليني د ايټاليا د حکومت د چارو واګې په لاس کې واخيستې.

په 1924 کې د فرانسې او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ تړون لاسليک شو.

په 1939 کې په چکسواکيا کې د جرمني ضد لاريون وشو.

په 1940 کې يونان د ايټاليا د بريد پر وړاندې بريالی مقاومت وکړ.

په 1948 کال کې اسراييلو په لومړي ځل خپل بيرغ جوړ کړ.

په 1955 کال کې سعودي عربستان او مصر دفاعي تړون لاسليک کړ.

په 1962 کال کې خروسچف له کيوبا څخه د توغنديو د ايستلو امر وکړ، او پر همدې ورځ يې د مسکو له راډيو اعلان وکړ چې هغه تو غندي يې له کاره غورځولي دي.

په 1971 کال کې انګلستان شپږم هېواد شو چې فضا ته يې سپوږمکۍ وتوغوله.