نن په تاريخ کې – د نومبر دويمه:

١٣٥٥ کال - انگرېزي لښکر له سمندر څخه د فرانسې پر کالاى سيمې ورکوز شو.

١٨٤١ کال – د افغان پاچا - شاه شجاع خلاف د وزير محمد اکبر خان پاڅون بريالى شو.

١٩٠٤ کال – په بريتانيا کې د ډيلي ميرر ورځپاڼې لومړۍ گڼه له چاپه راووته.

١٩١٤ کال – روسيې له ترکيې سره جگړه اعلان کړه.

١٩١٧ کال – په لندن کې د بالفور اعلاميه خپره شوه چې په فلسطين کې يهودو ته د ځانگړي هېواد د جوړولو اټکل کوي.

١٩٢٢ کال – په استراليا کې د کانتاس هوايي کرښې کار پيل کړ.

١٩٤١ کال – جرمني ځواکونو د روسيې د رستوف ښار ونيو.

١٩٥٣ – نوي جوړ شوي پاکستان، ځان "اسلامي جمهوريت" ونوماوه.

١٩٥٥ کال- ديويد بين گورين په اسراييلو کې حکومت جوړ کړ.

١٩٥٦ کال – هنگري د شوروي اتحاد د تېري پر وړاندې له ملگرو ملتو څخه مرسته وغوښته.

١٩٥٦ کال – اسراييلو د غزې تړانگه او شيهام ونيول.

١٩٦٢ کال- ولسمشر جان کنيډي اعلان وکړ چې په کيوبا کې د شوروي توغنديزې اډې بېرته ټولې شوې دي.

١٩٦٤ کال – فيصل د سعود پر ځاى د عربستان پاچا شو.