"توک توک" د غزې د خرو کار ورخراب کړ

د غزې تراډې په منځ – منځ د النصیرات ښارګوټي په ګڼ مېشته سیمه او د څارویو د پېر او پلور په سیمه کې، د تېزې شامې لرونکو کسانو لپاره نه مناسب ځای او نه هم وخت شته.

Image caption په غزه کې د دوو لسیزو ناخوالو او بې وزلۍ په اوږدو کې هلته د درنو بارونو لپاره له خره څخه ښه ګټه اخیستل شوې.

د څارویو او خلکو د ګنې ګوڼې له امله هلته د لمر وړانګې ډېرې تت ښکاري، کلیوال خلک هڅه کوي چې ځان او خپلو څارویو ته مناسب ځای ومومي.

پېرونکي چې کومه معامله کوي، د ګڼې ګوڼې له ځایه یو څه وځي.

دلته په غزه کې مهم او لوی باروړونکي لوی – لوی خره هم ترسترګو کېږي.

په غزه کې د دوو لسیزو ناخوالو او بې وزلۍ په اوږدو کې هلته د درنو بارونو لپاره له خره څخه ښه ګټه اخیستل شوې.

کله چې هلته سونتوکي لږ شي، نو سملاسي د خلکو پام خره ته ورواوړي. او کله چې د اسراییلو لخوا هلته د ګاډو پر تلو بندیز ولګېږي، بیا هم د ګاډي کار خر کوي.

خو په غزه کې خر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

"هلته مخکې د یوه خره قیمت زر ډالره و، چې اوس ۳۰۰ ته راټيت شوی".

د څارویو د پېر وپلور کسان، بزګر او سوداګر د دې ټولو پړه یوازې پر یوه شي ور اچوي.

بدوان وايي: "توک توک لعنتي زموږ ټول کارونه راخراب کړل. "

توک توک غزې ته یو نوی وارد شوی څیز دی، په حقیقت کې دا یو ډول موټر سایکل دی، چې سپرلۍ او د خلکو بار وړلی شي.

له مصر څخه د تونلونو له لارې زرګونه دا ډول بار وړونکي چينايي موټر سایکلونه په قاچاقي توګه وړل شوي ‎، چې اوس د غزې په هره سیمه کې لیدل کېږي.

سامر نجم وايي: "هره میاشت له ۱۰ تر ۱۵ توک توک پلورم".

نجم وايي دا کار یې تېر کال پیل کړی، چې په وینا یې یو بار وړونکی موټر سایکل په ‍۱۵۰۰ ډالر پلوري چې د خره پرتله ډېر بار وړي او تېز سړی ځای ته رسولی شي.

راکړه ورکړه

نجم زیاتوي: "موټر سایکل پاک وي، خوړو ته اړتیا نه لري."

د غزې پر سړکونو د نورو باري څيزونو پرتله توک توک ډېر لیدل کېږي، چې د سترګو په رپ کې بار وړونکي خره شاته پرېږدي.

غزې ته څېرمه د جبالیا د کډوالو په پنډغالي کې له عطاالله عزیز دردور سره مخامخ شوم، چې د خرو یوه پاده لري.

زیاتره وخت دردور خپل خره ۲۰ کیلومتره لیرې بیايي، هلته یې پلوري او له هغه ځایه نور څيزونه پرې رانسي، هغه هره ورځ څو ډالره ګټه کوي.

دردور وايي: "زه او کورنۍ مې کاملاً پر خرو تکیه کوو او له دې لارې زموږ کور ته عاید راځي."