نن په تاريخ کې – د نومبر درېيمه

تهران
Image caption ١٩٧٩کال - په تهران کې د امريکا په سفارت کې ٦٣ امريکاييان يرغمل شول

٦٤٤ کال – د اسلام دويم خليفه حضرت عمر (رضی الله عنه) په يوه وژونکى بريد کې ټپي شو

١٦٥٦ کال – روسيې او پولنډ د سويډن خلاف تړون وکړ

١٦٧٩ کال – د يوې سترې آسماني ډبرې رانژدې کېدو په اروپا کې سخته اندېښنه گډه کړه

١٨٦٢ کال – د مشينگڼې جوړول د ډاکټر ريچارډ گاټلينگ په نامه په اينديانا پوليس کې ثبت شول

١٩١٨ کال – د اتريش – هنگري امپراتوري ړنگه شوه

١٩٢٨ کال – ترکيې د عربي ليکدود پر ځاى د لاتين ليک کارول پيل کړل

١٩٧٠ کال – سالوادور آلندې د چيلي د لومړني کيڼ لاسي ولسمشر په توگه کار پيل کړ

Image caption ١٩٢٨ کال – ترکيې د عربي ليکدود پر ځاى د لاتين ليک کارول پيل کړل

١٩٧٩کال - په تهران کې د امريکا په سفارت کې ٦٣ امريکاييان يرغمل شول

١٩٨٨ کال – پاکستان ادعا وکړه چې د افغانستان يوه الوتکه يې راوغورځوله

١٩٩٢ کال – بيل کلنټن له جورج بوش نه د امريکا د ولسمشرۍ سيالي وگټله.

ورته مطالب