نن په تاريخ کې – د نومبر څلورمه

تاريخ

٦٤٤ کال – د اسلام دويم خليفه حضرت عمر رض له پرونيو ټپونو وفات شو.

١٥٢٠ کال – د ناروې او ډنمارک پاچا دويم کرېستيان د سوېډن پاچا هم شو.

١٨٤٦ کال – د مصنوعي پښې جوړېدل په لومړي ځل ثبت شول.

١٨٦١ کال – د واشنگټن پوهنتون په سياتل کې پرانستل شو.

١٨٧٩ کا ل- د سړوبي يا يخچال جوړېدل په لومړي ځل ثبت شول.

١٨٩٠ کال – د لندن تر ځمکې لاندې اورگاډي لومړى تم ځاى – سټاکوېل پرانستل شو.

١٩٠٤ کال – د فوټبال لومړنى ځانگړى لوبغالى په هارورډ کې جوړ شو.

١٩٠٨ کال – د بروکلي په نامه د موسيقۍ اکاډيمي په نيويارک کې پرانستل شوه.

١٩٢٢ کال – د توت عنخ آمون يا کوچني فرعون سلطان قبر په مصر کې وموندل شو.

١٩٣٩ کال – لومړنى سړېدونکى (ايرکنډېشن لرونکى) موټر په شيکاگو کې نندارې ته وړاندې شو.

١٩٤٣ کال – فرانسې د لبنان ټوله حکومتي کابينه ونيوله.

١٩٤٦ کال – د ملگرو ملتو ښوونيزه، پوهنيزه او کلتوري ټولنه – يونسکو جوړه شوه.

١٩٥٠ کال – امريکايي ځواکونه د شمالي کوريا له پيونگ يانگ څخه ووتل.

١٩٥٦ کال – ٢٠٠ زرو شوروي عسکرو په هنگري کې پر شوروي ضد بغاوت بريد وکړ.

١٩٥٦ کال – اسراييلي ځواکونه د مصر پر لور د پرمختگ په ترڅ کې د سويز کانال ته ورسېدل.

١٩٧٨ کال – ايراني ځواکونو په تهران پوهنتون کې پر شاهي ضد مظاهرې ډزې وکړى .

١٩٧٩ کال – ٥٠٠ ايراني "محصلين" د امريکا پر سفارت وروختل او ٩٠ تنه يې يرغمل کړل (دا يرغمل نيونه ٤٤٤ ورځې اوږده شوه).

١٩٨٠ کال – رونالد ريگن په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د بريد خلاف د مقاومت پر شعار ولسمشر جيمي کارتر ته سپينې ماڼۍ ته د رسېدو په سيالۍ کې کلکه ماتې ورکړه.

١٩٩٠ کال – عراق "يوې خطرناکې جگړې" ته د چمتووالي اعلان وکړ.