اوباما: تاج هوټل د هند د خلکو د زړورتیا سمبول دی

ولسمشر اوباما تاج هوټل ته چې په ۲۰۰۸ کال کې وسله والو برید پرې کړی و، هم ورغی. هغه دغه هوټل ته مخامخ په یوه وینا کې وویل چې تاج هوټل د هند د خلکو د زړورتیا او دریځ یو سمبول دی:

''ممبۍ د پراخې انرژۍ او خوشبینۍ له اړخه د هند د پیژندګلوۍ او تعریف یو سمبول دی. دا راز دوه کاله وړاندې له رامنځته شوې ترخې پېښې وروسته تاج د هند د خلکو د ځواکمنتیا او مقاومت پر سمبول واوښت .''

Image caption ښاغلی اوباما به تر هند وروسته اندونیزیا، سوېلي کوریا او جاپان ته ولاړ شي.

له دې ځایه زما د لیدو هدف په روښانه ټکو کې ددې پیغام استول دي چې موږ د خپلو خلکو ښیرازۍ او سوکالۍ ته ژمن یو او د هغوی امنیت به خوندي کوو . د هند او ا مریکا خلک پدې لاره کې د یو بل ملګري دي .

ولسمشر بارک اوباما ممبۍ ته تر رسېدا وروسته د تاج محل تاریخي هوټل په مخکې له هغو هندي وګړو سره غمشريکي وکړه، چې د ۲۰۰۸ کال په بریدونو کې یې خپلوان وژل شوي ول.

نوموړي وویل چې امریکا او هند د ترهګرۍ پرضد "سره یو دي".

د امریکا ولسمشر بارک اوباما اسیايي هېوادونو ته خپل دغه لس ورځنی سفر د هند له اقتصادي ښار ممبۍ څخه پيل کړ.

ولسمشر اوباما وايي له دې سفر نه یې موخه سیمې ته د امریکا د صادراتو پراخول او دا راز په امریکا کې خلکو د کاروروزګار برابرول دي.

اوباما په ممبۍ کې (انځورونه)

خو هند بیا پاکستان ته د امریکا پر پوځي مرستو اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلی اوباما د هند تر خپلواکۍ وروسته پنځم او په تېرو لسو کلونو کې درېیم امریکايی ولسمشر دی چې هند ته سفر کوي.

امریکايي شرکتونه اوس د هند لور ته ځانونه رسوي.

ولسمشر اوباما غواړي چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې هند ته خپل صادرات دوه برابره زیات کړي.

له همدې امله ده چې له ښاغلي اوباما سره په دې سفر کې ۲۵۰ لوی سوداګر ملګري دي.

Image caption د رپوټونو له مخې د بویینګ شرکت غواړي په هند د سي ۱۷ بار وړونکې پوځي الوتکې خرڅې کړي او دا به تر ټولو ستره تجارتي معامله وي.

هندي شرکتونه هڅه کوي په هند ۱۲۶ جنګي الوتکې وپلوري.

هند تمه لري چې د ۴۵ میلیارد ډالرو په بیه جنګي وسایل له امریکا وپېري.

د رپوټونو له مخې د بویینګ شرکت غواړي په هند د سي ۱۷ بار وړونکې پوځي الوتکې خرڅې کړي او دا به تر ټولو ستره تجارتي معامله وي.

تر راتلونکې مارچ میاشتې پورې به د واړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۵۰ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د ولسمشر اوسنی سفر کولی چې په هند کې ۱۰۰ زره کاري ځایونه ومومي.

دا مهال په امریکا کې ۱۰۰ زره هندي محلصین په زده کړو بوخت دي.

هند غواړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دايمي غړی شي، خو دا لا نه ده مالومه چې د ښاغلي اوباما په دې سفر کې به هند دغې موخې ته ورسېږي او که نه.

Image caption هندي چارواکي وايي چې له امریکايي سرتېرو سره یې په ګډه زرګونه پوځيان په ممبۍ کې د ښاغلي اوباما د اوسېدو او په ټول ممبۍ کې د امنیت د خوندي کولو لپاره ګمارلي دي.

د هند بله تمه دا ده چې د ټيکنالوجۍ په برخه کې ځينې بندیزونه پرې لیرې شي. په دې کې پوځي او ځینې ټيکنالوجۍ راځي چې امریکا نه غواړي هند ته دغه ټيکنالوجۍ او وسایل ورکړي.

له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د استخباراتو شریکول هغه څه دي چې ښايي په دې سفر کې پرې خبرې وشي.

ولسمشر اوباما لا له وړاندې ویلي وو چې د هند او پاکستان ترمنځ د خرابو اړیکو شتوالی دی اندېښمنوي.

ښاغلی اوباما به تر هند وروسته اندونیزیا، سوېلي کوریا او جاپان ته ولاړ شي.

ورته مطالب