د پاکستان پر اسلامپالو ډلو د امریکا اقتصادي بندیز

Image caption دغه ډلې وايي چې اوس دوی په بانکونو کې حساب نه لري، او په بهر کې چې څوک همکاري ورسره کوي، د حوالو او نورو لارو پیسې ورلېږي.

پاکستان کې د امریکا لخوا پر ځينو اسلامپالو ډلو او د هغوی پر فعالیتونو بندیز لګېدلی دی.

په دې کې په ځانګړې توګه د جیش محمدي او لشکر طیبه ډلو نومونه اخیستل شوي.

لشکر طیبه هغه ډله ده چې دوه کاله وړاندې د ممبۍ د بریدونو پړه هم پرې اچول شوې ده.

پر ممبۍ بریدونو کې تر ۱۷۰ ډېر کسان وژل شوي ول او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپيان ول.

د بندیزونو دغه اعلان هند ته د ولسمشر اوباما د سفر په درشل کې، چې نن شنبه پيلېږي، شوی دی.

ولسمشر پروزېز مشرف د خپلې واکمنۍ پرمهال په کور د ننه هم دغه دواړې ډلې غیرقانوني اعلان کړې وې او د هغوی پر فعالیتونو یې بندیز لګولی و

خو ظاهراً داسې برېښي چې د پاکستان د حکومت بندیز پر دغو ډلو پر فعالیت څرګند اغېز نه دی کړی.

اوس نوې پوښتنه دا ده چې د امریکا دا نوي بندیزونه څومره دغه ډلې اغېزمنولی شي.

په پېښور کې د بي بي سي خبریال وايي چې اوس د دغو ډلو نومونه بدل شوي او پر پخوانیو نومونو فعالیت نه لري.

لشکر طیبه اوس د حافظ محمد سعید په مشرۍ د جماعة الدعوة په نامه کار کوي.

دغه ډلې وايي چې اوس دوی په بانکونو کې حساب نه لري، او په بهر کې چې څوک همکاري ورسره کوي، په حوالو او نورو لارو پیسې ورلېږي.