پاکستان: د جمعې د لمانځه پرمهال بریدونو ۷۵ کسان وژلي

د دره ادم خېلو برید

ځینې رپوټونه وايي چې ښايي د دغو بریدونو موخه به په سیمه کې هغه قومي مشران ول، چې د طالبانو خلاف یې غږ راپورته کړی دی.

په پاکستان کې چارواکي وايي د پښتونخوا په دوو جوماتونو کې په بمي بریدونو کې لږترلږه ۷۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

لومړی برید د یوه ځانمرګي برید کوونکي له لوري د دره ادم خېلو په یوه جومات کې د جمعې له لمانځه نه پر راوتونکو لمونځ کوونکو وشو، چې ۵۴ تنه يې ووژل.

په یوه بله پېښه کې پېښور ته ورڅېرمه د بډه بېرې په یوه جومات کې د لاسي بمونو برید وشو، چې د ملا امام په ګډون یې څلور تنه ووژل.

په دې کې لومړی برید چې د ادم خېلو درې په یوه جومات کې شوی، د خپل ډول تر ټولو خونړی هغه بلل شوی.

په ادم خېلو دره کې زیاتره طالبان فعالیت لري.

د پاکستان شمال لوېديځ کوهاټ سیمې یوه چارواکي شهیدالله ویلي، په جومات کې د لمانځه پرمهال تر ۱۰۰ ډېر کسان ول، چې ځينې یې د برید پرمهال د جومات د بام د رالوېدو پرمهال په جومات کې بند پاتې ول.

د سیمه ییزو پولیسو یوه مشر خالد عمرزي ویلي ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ د لمونځ کوونکو په منځ کې وچووه.

موخه

ځینې رپوټونه وايي چې ښايي د دغو بریدونو موخه به په سیمه کې هغه قومي مشران ول، چې د طالبانو خلاف یې غږ راپورته کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .