پر اسلامپالو د امریکا اقتصادي بندیز اغېز نشي کولی''

Image caption هند څو – څو ځلې پر پاکستان تور پورې کړی، چې ګني اورپکي روزي، په هند کې چې هر برید کېږي، د تور ګوته یې پاکستان ته نیول کېږي.

په پاکستان کې د سياسي ګوندونو مشران وايي چې د امريکا لخوا د سخت دريځو تنطيمونو جيش محمد او لشکر طيبه شتمنۍ په کنګل کولو سره به د دغو تنظيمونو په فعاليتونو هېڅ اثر پرېنه باسي.

امريکا په يوه پرېکړه کې په اکستان کې د دوو مذهبي ډلو جيش محمد او لشکر طيبه شتمنۍ کنګل کړې.

دواړې ډلې چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې جنګېږي، زیات فعالیت لري، چې دا مهال پاکستان کې په نوو نومونو فعالیت کوي.

جیش محمدي په ۲۰۰۰ کال کې د مولانا مسعود اظهر تر مشرۍ لاندې جوړه شوه.

د جیش محمد له جوړېدو سره د دې ډلې ګڼ غړي د حرکت المجاهدین په نامه ډله پرېښوده او جیش محمد ته ورغلل.

لشکر طیبه په ۱۹۹۰ کال کې د حافظ محمد سعید لخوا جوړه شوه، چې لوی مرکز یې د لاهور ښار په مورید کې و.

په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان پخوانی پوځي مشر جنرال پروېز مشرف پر جیش محمد او لشکر طیبه بندیزونه ولګول، چې بیا وروسته جیش محمد د خدام الاسلام او لشکر طیبه د جماعة الدعوة په نومونو کار پيل کړ.

د پاکستان پر څارګره (ای اېس ای) تور دی چې له دغو دواړو مذهبي اسلامپالو ډلو سره مرسته کوي.

پر لشکر طیبه دا تور هم پورې شوی، چې ګني په ۲۰۰۶ کال کې د هند په اورګاډو او په ۲۰۰۸ کې د ممبۍ په بریدونو کې پر هوټلونو برید کړ و.

خو د دغه تنظيم مشر حافظ سیعد د لشکر طيبه او جماعة الدعوة ترمنځ د اړیکو خبره ردوي، او وايي چې دی د لشکر طیبه مشر نه و.

خو د مذهپي سیاسي ګوند جماعت اسلامي یو مشر پروفیسور ابراهمي وايي: ((جهادې ډلو جيش محمد او لشکر طيبه د کشميريانو مرسته کوله. پر دغو ډلو به د امریکا اقتصادي بندیز هېڅ اغېز ونه کړي.))

هند څو – څو ځلې پر پاکستان تور پورې کړی، چې ګني اورپکي روزي، په هند کې چې هر برید کېږي، د تور ګوته یې پاکستان ته نیول کېږي.

خو پاکستان زیاتره دغه تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک وايي، پاکستان کې نه د ترهګرو رزونځایونه شته، او نه هم ترهګر روزل کېږي:

((که له چا سره پاکستان کې د ترهګرو د روزنځايونو په اړه ثبتون وي، زه یې هرکلی کوم چې له موږ سره یې شریک کړي. موږ به یې پرضد ګام پورته کړو، خو زه وایم چې دا ډول روزنځایونه دلته نشته، بلکې دا زموږ پرضد تبلیغات دي.))

په پېښور کې د نیوز ورځپاڼې خبریال او د سیاسي چارو کارپوه مشتاق یوسفزی هم د امریکا لخوا پر دغو ډولو لګول شوي اقتصادي بندیزونه بې اثره بولي:

((د امریکا لخوا دغه بندیزونه د جهادي ډلو پر فعالیتونو هېڅ اغېزنشي کولی، جیش محمد او لشکر طیبه په بانکونو کې پیسې نه لري، دوی ته له نورو لارو پیسې استول کېږي.))

ورته مطالب