اسرايل په لوېديزه غاړه کې 1300 نوي کورنه جوړوي

اسرايل
Image caption د اسرايلو دغه نوي پلان ته فلسطينۍ ادارې پخپل غبرګون کې دا ((د ناوړه نيت يوه نښه)) بللې ده .

اسرايلي چارواکو داسې پلانونه خپاره کړي چې غواړي له مخې يې په نيول شوي ختيز بيت المقدس کې څه د پاسه ۱۳۰۰ نوي يهودي کورونه جوړ کړي.

دغه اعلان په داسې وخت کې کېږي چې د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو امريکا ته په رسمي سفر تللی او دا د اسرايلو د سولې ديوې ډلې له لوري پاروونکی ګام بلل شوی دی.

ختيز بيت المقدس تر نړيوال قانون لاندې نيول شوې فلسطيني ځمکه بلل کېږي، خو اسرايل وايي دا يې د خپلې خاورې يوه برخه ده.

د اسرايلو د کورنيو چارو وزارت داسې پلانونه خپاره کړي او د نژدې ۱۰۰۰ نويو کورونو جوړونې ته يې زرغونه اشاره ورکړې، چې د فلسطين ((بيت لحم )) ښار ته څېرمه د ((حار حومه)) يهودي مېشت ځای کې به يې ودانوي.

دغه راز شاوخوا ۳۰۰ نور کورونه به د (راموټ) په نامه سيمه کې جوړوي.

د امريکا په ګډون ډېرو هېوادونو اسرايل هڅولي چې په نيول شوې لوېديزه غاړه کې د يهودي مېشت ځايونو دننه د کور جوړونې کارونه بيا کنګل کړي، چې له مخې يې په ختيز بيت المقدس کې نارسمي حالت وساتل شي او هم له فلسطينيانو سره په ټېله تلونکو خبرو سره مرسته وکړي.

دا خبرونه چې په ختيز بيت المقدس کې د څه د پاسه ۱۰۰۰ کورونو جوړولو پلان منل شوی، کېدای شي واشنګټن ته د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر ليدنه سيوری وغوړوي.

اسرايلو د روان کال په لومړيو کې د امريکا اداره په دې په غوسه کړه چې بيت المقدس ته يې د امريکا د مرستيال ولسمشر جو بايډن د سفر په مهال يو ورته اعلان وکړ.

ښاغلی بايډن او د امريکا نور چارواکي دا اونۍ د اسراييلو له لومړي وزير سره پر هغو لارو چارو د غور په موخه ليدنې کتنې کوي چې له مخې يې د سولې خبرې پيل شي.

هغوی چې د سولې لپاره هلې ځلې کوي، وايي د اسرايلي حکومت له خوا وروستی اعلان په قصدي ډول پارونکی دی.

فلسطيني چارواکيو د اسراييلو دغه ګام (د ناوړه نيت يوه نښه) بللې ده.