يو شمېر عام عراقي مسيحيان غواړي هېواد پرېږدي

عراقۍ کليسا
Image caption عام عيسوي عراقيان وايي په دغه هېواد کې يې ژوند خوندي نه دی نو ځکه غواړي ووځي، خو مذهبي او سياسي مشران يې له پناه ورکوونکو هېوادونو غواړي چې په کور دننه دې له عراقي مسيحيانو سره د هغوی د ژوند په خوندي کولو کې مرسته وکړي .

تر هغه وروسته چې په عراق کې ناڅرګندو وسلوالو پر يوه کليسا د بريد په ترڅ کې لسګونه کسان ټپيان او وژل، له دغه هېواده د عسويانو د وتلو په اړه هم اختلافونه رامنځته شوي دي .

عام عسويان وتل غوره بولي، خو يو شمېر مذهبي او سياسي څېرې ټينګار کوي چې مسحيان بايد هېواد پرې نه ږدي .

له بريده ټيک يوه اوونۍ وروسته کليسا بېرته خپل فعاليت پيل کړی دی . عبادت کوونکي خفه ول، ټولنه احساساتي ول او په خوږمن ډول يې هغه څه په ياد ول چې پېښ شوي ول. د کليسا د ودانۍ پر بدنې د ټپونو نښې اوس هم ليدل کېږي او ځينو دغه ټپونه احساسول.

د دوی ډېری د عراق د پرېښودو په فکر کې دي، خو د دوی د کليسا اسقف مېتي مېتوکا هېله من دی چې دوی دا کار ونه کړي:(( موږ وايو چې هغوی بايد دغه ځای پرېنږدي . خو تاسې پوهېږیء چې د يوه انسان په حيث موږ نه شو کولی له هغوی څخه وغواړو چې دلته پاتې شیء ، خو خپلې هڅې به وکړو.))

دلته مسيحي سياستوال له روحانيونو سره يو ځای شوي او له خلکو غواړي چې په خپل هېواد کې پاتې شي. د عراق د پارلمان پېژندل شوی غړی يو نادم کننا يو مسيحي دی.

هغه له دې امله چې اروپايي او نورو هېوادونو د ډله ييزو مسيحي کډوالو پرمخ خپلې دروازې پرانستې سخت خواشينی دی :

(( نه ! په بشپړ ډول دا کار زموږ په زيان دی . دا د دښمن په ګټه دی . دغه هېوادونه بايد له موږ سره مرسته وکړي چې په همدې هېواد کې پاتې شو ، نه دا چې موږ له دې ځايه وباسي.))

خو مسيحيان له دې ځايه درومي . له ۲۰۰۳ کال راوروسته د دوی شمېر په تدريجي ډول نيمايي ته را کم شوی او نژدې ۵۰۰زرو ته رسېدلی .

فديه عيسی او کورنۍ به يې امريکا ته لاړ شي.خو د وېزې د تر لاسه کولو هڅو يې دوه کاله وخت ونيوه:

(( په عراق کې وضعيت ښه نه دی ، هر چېرته چې ځې وېريږې به ، په کور کې به وېريږۍ . کله چې ماشومان ښوونځي ته لېږی اوکله چې تاسې کليسا ته ځیء ، تاسې به وېريږیء.هرچېرته چې ځۍ تاسې به په وېره کې يیء.))

د کليساوو پرشاوخوا امنيت سخت شوی دی ، خو ټول پوهېږي چې له درستې ټولنې ساتنه ناشونې ده. د هغوی لپاره چې په دغه هېواد کې پاتې کېږي تر دې زيات کار نه نه شي کېدی. خو له خدايه مرسته غوښتل کېدای شي د ټولو عراقيانو لپاره وضيعت ښه کړي چې دغه څو مذهبي ټولنه چې له تېرو ۲۰۰۰ کلونو راهېسې يو د بل په څنګ کې ژوند کوي ، وکړای شي يو بل ته نژدې پاتې شي.