اوباما: امريکا به هېڅکله له اسلام سره جګړه و نه کړي

اوباما
Image caption ولسمشر اوباما په شپېتمه لسيزه کې د خپل ماشومتوب څلور کاله په اندونيزيا کې تېر کړي دي.

ولسمشر بارک اوباما د اندونيزيا په پلازمينه جاکارتا کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال له اسلامي نړۍ سره د امريکا او لوېديځ د اړيکو پر پراختيا ټينگار کړى.

ښاغلي اوباما وويل د لوېديځ او مسلمانانو تر منځ د بدگمانۍ د ختمولو لپاره سمه لاره خپله شوې او څه پرمختگ هم شوى دی .

خو باور يې دا و چې په بشپړه توگه له اوږدې مودې په ميراث پاتې شکونو او بې باوريو ختمول چې اوس پرې ترهگرۍ هم سيورى غوړولى ډېرکار او ډېرې خوارۍ ته اړتيا لري :

(( په امريکا ، اندونېزيا او په ټوله نړۍ کې لا هم بې ګناه ملکيان د سخت دريځو د زور زياتي هدف دي.

زه به دا روښانه کړم چې امريکا به هېڅکله هم له اسلام سره پر جګړه کېنوځي. د دې پر ځای موږ ټول بايد د القاعدې او د هغې د ملاتړو په ماتولو کار وکړو او دا يوازې د امريکا دنده نه ده. ))

ولسمشر بارک اوباما به د نفوسو له مخې تر ټولو لوی مسلمان هېواد اندونيزيا کې نن ددغه هېواد يوه لوی جومات ته ورشي او له اندونيزيا سره د امريکا د متحد په توګه د ملګرتيا د تړون د بياتاييد تر څنګ به مسلمانانو ته به د خپل درناوي پيغام وړاندې کړي.

وړاندې د هند د ليدنې پر مهال ولسمشر اوباما وويل دی په امنيت شورا کې د اصلاحاتو او د هند دغړيتوب په تمه دی .

پاکستان پر دغه ګام کلکې نيوکې کړې وې او ويلي يې ول، د خپلو ګاونډيانو او د کشمير په اړه د هند چلند او تګلاره د امنيت شورا ته د ننوتلو دغه هڅې بې باوره کوي.

په هند کې دننه بيا د امريکا د ملاتړ ددغې اشارې پراخ هرکلې شوی ، چې له کلونو راهيسې په امنيت شورا کې د دايمي څوکۍ ترلاسه کولو لپاره په ملاتړ راغونډولو لګيا دی.