م.م: پر غزه د اسرايلو بنديز خلک له ستونزو سره مخامخ کړي

جان ګينګ
Image caption جان ګينګ وايي په غزه کې اوس هم خلک د اسرايلو د بنديز له امله له بېلا بېلو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

له هغه راهيسې چې اسراييلو اعلان کړی دوی به پر غزې خپل بنديز نرموي، پېځه مياشتې تېرېږي.

دغه ګام د ۹ تنه ترکي فعالانو له مرګ وروسته، چې د بېړيو په يو کاروان کې يې پر غزې د بنديز ماتولو هڅه کوله، د نړيوال فشار په پايله کې پورته شو.

خو په غزه کې د ملګرو ملتونو د چارو مشر جان ګېنګ له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل کمو خلکو به کوم بدلون ليدلی وي: ((له مادي پلوه دلته د خلکو لپاره د دوی حالت له مخې هېڅ بدلون نه دی راغلی، پر مرستو تکيه، د بيا رغونې او ودانيو نشتوالۍ، اقتصاد هېڅ نشته. د نرمښت خبره لکه څنګه چې يې يادونه شوې، له سياسي پلوه پر اسرايلو او مصر له نرمښت پرته نور هېڅ نه دي.))

اوس لا نور داسې اسرايلي توليدات دي چې غزې ته پرېښودل کېږي، خو د غزې پر نژدې ټولو صادراتو لا تر اوسه هم بنديز دی، چې د غزې اقتصاد يې ويجاړ کړی دی.

پر خلکو لګېدلی بنديز لا اوس هم پاتې دی. دا لا تر اوسه فلسطينيانو ته خورا سخته ده چې له غزې څخه د وتلو لپاره د اسرايلو اجازه ترلاسه کړي.

ښاغلي ګېنګ پر اسرايلو تور ولګاوه چې د بنديز لېرې کولو په اړه يې د نړيوالې ټولنې پر غوښتنو غوږنه کاڼه کړي دي.

خو د اسرايلو د بهرنيو چارو وزارت يو وياند ايګال پالمور وايي ملګري ملتونه اصلي ټکي ته پام نه کوي:((ملګري ملتونه له دې ډډ کوي چې د واقعي حالت په اړه خبرې وکړي، ولې، له غزې څخه په صادرولو او ځينې وخت په ور واردولو کې کومې ستوزې شته؟ ولې پولې تړل شوې دي؟ ځکه چې د دغې سيمې واګې د يوه اعلان شوي ترهګر غورځنګ په لاس کې دي.))

پر غزې لګېدلی بنديز لومړی په ۲۰۰۷ کال کې له هغه وروسته سخت شو چې د حماس اسلامي غورځنګ په غزه کې واک ته ورسېد. اسرايل، امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله بولي.