روسي خبريالان د دوی د نه خونديتوب له امله پر حکومت نيوکې کوي

روسيه خبريال
Image caption په مسکو کې پر خبريالانو بريدونه اوږده مخينه لري او په دې وروستيو کې دغلته اته تنه خبريالان وژل شوي دي.

د اروپا د خبريالانو ټولنې په دې وروستيو کې په روسيه کې پر خبريالانو بريدونه غندلي او د روسيې له حکومته يې غوښتي چې د خبريالانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

د روسيې د سياسي چارو يو خبريال او ويبلاګ ليکونکی کاشين د شنبې پر ورځ د خپل کور مخ ته سخت وهل ټکول شوی و.

د مسکو د پوشکين په مشهور ډګر کې په سلګونه خبريالان راټول شوي و او محکمې ته يې پر اولېګ کاشين د بريد کوونکي د راکشولو غوښتنه کوله.

ښاغلی کاشين د سياسي چارو خبريال او ويبلاګ ليکونکی و او پر چارواکو د سختو نيوکو په برخه کې مشهور و.

تر هغه وروسته چې د څارونکې کمرې لخوا پر اغلي کاشين د بريد وېډيو راووته نو ورسره په خبري رسنيو کې غصه هم راوپارېده.

په وېډيو کې ليدل کېږي چې دوه تنه ښاغلی کاشين د اوسپنې په ډنډې په وحشيانه توګه وهي ټکوي، لاس پښې او خوله يې ورماتوي.

په مسکو کې ډېر ځله ليدل شوي چې پر خبريالانو بريدونه کېږي، او په دې وروستيو کې اته تنه خبريالان وژل شوي دي.

خو دا ځل څارنوالان وايي دوی به دا ځل د مسولو کسانو قدرت او سياسي ځواک ته له پام پرته ددغه راز دوسيو څېړنه وکړي.