د چين په ګوانجو کې اسيايي لوبې پيل شوې

چين

اسيايي لوبې په چين کې په ځان د باور او نوښتګرۍ پيل شوې چې د پيل مراسم يې څلور ساعته روان و.

دغه مراسم د ګڼو خبري رسنيو لپاره د ليدو وړ ول، لامبو وهونکو او په لوبو کې ګډون کوونکو داسې نندارې وړاندې کړې چې ليدونکي يې تر خپلې اغېزې لاندې راوستي ول.

په ګوانجو کې امنيت يو له مهمو مسلو څخه ګڼل کېږي، نو له همدې امله زياتره خلکو دغه د خوښۍ مراسم د ټلوېزيون له لارې وکتل.

په دې کې لږ شک شته چې چين به ددغو لوبو زيات مډالونه و نه ګتي.

د نړۍ په دغه برخه کې چين د سپورت په برخه کې يو لوی ځواک ګڼل کېږي.

خو په دغو سياليو کې ټولو ځوانو لوبغاړو ته دا زمينه برابرېږي چې خپل بخت وازمويي او د دوو کلونو په ترڅ کې المپيک لوبو ته تياری ونيسي.

د چين د لوبډلې يو په درېيمه برخه لوبغاړي په لومړي ځل په نړيوالو لوبو کې سيالي سره کوي.

چين خپلو لوبغاړو ته ويلي چې خپل اخلاق ښه وساتي .

وړاندې تر دې د چين د فټبال د ملي لوبډلې ګول ساتونکي پخپل ويبلاګ کې د سيالو لوبډلو د ملاتړو او ځينو خبريالانو په اړه د ځينو ناوړه کلمو تر کارولو وروسته له خپلې دندې ګوښه کړای شو.