د ګوانتانامو زنداني له درنو تورونو سپين وخوت

Image caption ټاکل شوې چې د ښاغلي ګیلاني په اړه به د وروستي ځل لپاره د راتلونکې جنورۍ پر ۲۵مه پرېکړه وشي.

د ګوانتاناموله زندانه امریکا ته لومړنی وړل شوی تورن له ۲۸۶ تورونو څخه یوازې د یوه له امله ګرم بلل شوی او له نورو ټولو تورونو سپین ختلی دی.

قاضیانو په نیویارک کې هغه د وژنو او ترهګریزو فعالیتونو له ګڼو تورونو سپین وګاڼه.

احمد خلفان ګیلاني په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په کینیا او تانزانیا کې د القاعده ډلې په بمي چاودنو کې په لاس لرلو تورن و.

په دغو چاودنو کې ۲۲۴ کسه وژل شوي و.

د ښاغلي ګیلاني د مدافع وکیل وایي چې نوموړی له کومو تورونو سپین ګڼل شوی:

''دلته د سوداګرۍ د نړیوال مرکز په سیوره کې، منصفه پلاوي، احمد خلفان ګیلاني د 285 تورونو له ډلې له 284 هغه څخه سپین وګنلو. په پیل کې موږ فکر کاوه چې احمد له دغو ټولو تورونو څخه سپین خیژي، خو لطفا موږ درک کړی، موږ اوس هم باور لرو چې هغه بیګناه دی.''

۳۶ کلن ګیلاني یوازې امریکايي ته د زیان اړولو په تور ملامت شو.

ښاغلی ګیلانی به لږترلږه له د ۲۰ کلونو د بند له سزا سره مخامخ شي.

Image caption پر هغه دا تور هم و، چې ګني په ۲۰۰۱ کال د افغانستان او د پاکستان د وزیرستان د سیمو ترمنځ تګ راتګ کاوه، خو نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې ونیول شو او بیا په ۲۰۰۶ کال کې د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.

په ۲۰۰۱ کال کې د دغو بریدونو په تړاو څلور کسان ګرم وپېژندل شول، چې په اړه یې د عمري زندان پرېکړه وشوه، خو د ګیلاني قضیه د لومړي ځل لپاره د ولسمشر اوباما لخوا له ګوانتانامو پوځي محکمې څخه وملکي هغې ته حواله کېږي.

د ګیلاني د دوسیې څېړونکو ویلي چې هغه د برید په شپه له تنزانیا څخه پاکستان ته سفر کړی و.

پر هغه دا تور هم و، چې ګني په ۲۰۰۱ کال د افغانستان او د پاکستان د وزیرستان د سیمو ترمنځ تګ راتګ کاوه، خو نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې ونیول شو او بیا په ۲۰۰۶ کال کې د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.

د نوموړي مدافعینو ویلي چې هغه د القاعدې ډلې تر ټولو کوچنۍ غړی دی، چې د امریکا پر سفارت د بریدونو په اړه یې هغه مهال هېڅ مالومات نه لرل.

ټاکل شوې چې د ښاغلي ګیلاني په اړه به د وروستي ځل لپاره د راتلونکې جنورۍ پر ۲۵مه پرېکړه وشي.