"د ویکيلیکس وېبپاڼه دې ترهګره وپېژندل شي"

ویکيلیکس
Image caption ویکيلیکس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او امریکايي ديپلوماتو ترمنځ ۲۵۰ زره پټ پيغامونه خپاره کړي دي.

یوه امریکایي سناتور غوښتنه کړې چې د ویکیلیکس وېبپاڼه دې د ترهګر سازمان په توګه وپېژندله شي.

یو شمېر نړیوالو رسنیو وروسته له هغه د امریکايي دیپلوماتو پټ پیغامونه خپاره کړي، چې د ويکيلیکس وېبپاڼې د دغو اسنادو د نه خپرولو په اړه د امریکا د حکومت غوښتنه رد کړه.

ویکيلیکس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او امریکايي ديپلوماتو ترمنځ ۲۵۰ زره پټ پيغامونه خپاره کړي دي.

پیترکینګ چې په ولسي جرګه کې د کورني امنیت د کمیټې غړی دی، وویل ویکیلیکس د امریکاییانواو د هغوی د متحدینو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

پنځو مخکښو نړیوالو ورځپاڼو دا پیغامونه خپاره کړي دي چې متحدو ایالتونو یې د نه خپراوي غوښتنه کوله.

په دغو اسنادو کې د نورو ترڅنګ له امریکا نه د سننینعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو هغه غوښتنه ده چې د ایران د اتومي پروګرام د له منځه وړلو په موخه دې د پوځي برید په ګډون له هرې وسیلې کار واخلي.

ګارډین ورځپاڼې په امریکا کې د سعودي عربستان د سفیر عادل الخبیر "د امریکا له متحده ایالتونو نه پر ایران د برید کولو غوښتنه کوي چې اتومي پروګرام ودروي."

" د مار سر غوڅ کړﺉ"

په اسنادو کې دا هم راغلي چې د سعودي پاچا له امریکایانو غوښتي چې " د مار سر غوڅ کړي" او له امریکا سره یې په ګډه په عراق کې د ایران د نفوذ د کمولو ژمنه کړې، چې دا په عراق کې د سعودي عربستان له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

په دغو اسنادو کې د بحرین پاچا شیخ حمد بن عیسی آل خلیفه ته هم اشاره شوې، چې د ۲۰۰۹ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه یې له جنرال ډېوېډ پيټرایېس سره د خبرو پرمهال په ټينګار سره ویلي وو چې باید د ایران اتومي پروګرام مخه ونیول شي.

یوه امریکايي ديپلومات د ۲۰۱۰ کال د نومبر پر نهمه ليکلي وو، چې د ابو ظبۍ وليعهد محمد بن زاید " وايي چې ښايي د جګړې لمن سیمې ته وغځېږي، چې له دې امله متحده عربي امارات د خپل پوځ پياوړي کول غواړي."

د قطر لومړي وزیر شیخ حمد بن جاسم آل ثاني هم د امریکا د انرژۍ له مرستیال وزیر دانیال بوننینان سره د ۲۰۰۹ کال د دسمبر پر لسمه ویلي وو" دوړی موږ دروغجن ګڼي او موږ دوی" چې هدف یې د قطر او ایران ترمنځ اړيکي وو.

Image caption ښاغلی احمدزی وايي چې دا خبرې په کابل کې د امريکايي دیپلوماتانو لخوا شوې دي.

د فرانسې لوموند ورځپاڼې بیا د دغو اسنادو پر استناد ویلي وو چې اسراییلو د ۲۰۰۹ په دسمبر کې امریکا ته خبر ورکړی و، چې له ایران سره د خبرو لاره " ناکامه ده."

د ملګروملتونو په سرمنشي پسې جاسوسي چې امریکا یي اجنتانو کوله او په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو پوځي عملیاتو څرنګوالی یاد شوی دی.

متحدو ایالتونو دغه افشا کونه بې پروا اوخطرناکه بللې ده.

د دغو اسنادو پر بنسټ، افغان حکومت او افغان چارواکي په فساد کې ډوب بلل شوي دي، او د بېلګې په توګه د ولسمشر د یوه مرستیال یادونه شوې، چې ۵۲ میلیونه ډالر یې بهر ته لېږدول.

د ويکيلیکس لخوا په دغو پټو خپرو شوو اسنادو کې د ولسمشر کرزي او د هغه د ورو احمد ولي کرزي په اړه هم د امریکایانو یو لړ څرګندونې راغلې دي.

د متحدو ایالتونو د نیبراسکا په پوهنتون کې څېړونکی شیرجان احمدزی په نړیوالو ورځپاڼو کې دغه اسناد لوستي چې په اړه یې وايي:

" سربېره پر دې چې د امریکا لویو رسنیو په دې اړه یو پراخه بحث پیل کړی، د نیویارک ټایمز موضوع ډېره جالبه وه، هغه له ویکیلیکس سره تضاد لري، راز به نه افشا کوي خو مالومات به خپروي. نیویارک ټایمز د ولسمشر کرزي په اړه لیکلي وو چې ګني هغه احساساتي پرېکړې او خبرې کوي او د هغه د ورور احمد ولي کرزي په اړه یې لیکلي چې ګني په اختلاف او د نشه يي توکو په قاچاق کې پراخ لاس لري، چې پایلې یې ان د کندهار پر بد امنیو هم اغېز کړی دی. "

ښاغلی احمدزی وايي چې دا خبرې په کابل کې د امريکايي دیپلوماتانو لخوا شوې دي.

پر همدې مهال په کابل کې د امریکا سفارت د ویکيلیکس وېبپاڼې دغه عمل په کلکه غندلی او د یوې ویناپاڼې په خپرولو یې ویلي: ''امریکا له افغانانو او افغان حکومت سره رغونې او اوږد مهاله ملګرتیا ته په بشپړه توګه ژمنه ده. ''

او زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ګډې موخې د ادعا شوو تېرو ډیپلوماتیکو رپوټونو په خپرېدو سره نه زیانمنې کېږي.

په ویناپاڼه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن او په کابل کې د امریکا سفیر کارل یکنبیري له ولسمشر کرزي سره په دې اړه غږېدلي دي.

ویناپاڼه کاږي چې د ولسمشر اوباما په ګډون ټولو ته په کار ده چې مخ په وړاندې ته وګورو او خپل پام پر هغو مهمو مسالو وساتو چې د افغانانو او د امریکا د خلکو بری او خوندیتوب په کې نغښتی دی.

ویکیلیکس د پاکستان د اتوم په اړه ویلي چې امریکا غوښتل چې د پاکستان د لوړې کچې د یورانیمو د معاینې او له منځه وړلو لپاره هلته خپل تخنیک پوهان ولېږي.

خو پاکستاني چارواکو دا خبره نه وه ورسره منلې او ویلي وو که چېرې رسنۍ خبرې شي، نو له دې به لویه مساله جوړه کړي او دا خبره به په ډاګه کړي چې ګني امریکا غواړي چې د پاکستان اتوم بم کنټرول کړي.

د امریکا اندېښنه دا وه چې ښايي دغه بډایه شوي یورانیم ترهګرو ته په لاس ورشي او غلطه ګټه ترې واخلي.

ویکیلیکس وېبپاڼه او جولیان اسانج

ویکیلیکس د ۴۰ کلن استرالیا الاصله جولیان اسانج لخوا په ۲۰۰۶ کال کې په سويډن کې جوړه شوه.

دغه وېبپاڼه وتوانېده چې په لږ وخت کې ان نیویارک ټایمز او واشنګټن پوست پرتله خپل لوستونکي او لیدونکی زیات کړي.

جولیان اسانج د دولتي چارواکو او استخباراتي مؤسسو او څو ملیتي شرکتونو په مقابل کې مبارزه پیل کړه، چې د هغوی پټ اسناد راوباسي او نړیوالو ته یې وړاندې کړي.

Image caption جولیان اسانج د میلبرن پوهنتون د فزیک او ریاضي څانګې څخه فارغ شوی.

له ده سره د دې وېبپاڼې لپاره شاوخوا ۴۰ کسان کار کوي، او دی خپله یو خاص استعداد لري چې له نورو لویو او خوندي کمپيوټرونو څخه مالومات یا محرم اسناد راوباسي.

او په نړیواله کچه له ده سره ۸۰۰۰ رضاکاران همکاري کوي او مالومات ورلېږي.

نوموړی په کمپيوټري او په عصري ټيکنالوجۍ کې ډېر مخکې دی.

نوموړی د میلبرن پوهنتون د فزیک او ریاضي څانګې څخه فارغ شوی.

څېړونکي وايي د امریکا په دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې هم ځینې کسان په بهر کې د امریکا د روانې جګړې پلویان نه دي، چې ښايي دغو کسانو به هم له جولیان اسانج سره د پټو اسنادو په شریکولو کې مرسته کړې وي.