ویکیلیکس: مبارک امریکایانو ته ویلي په عراق کې دیموکراسي هېره کړﺉ

مبارک او المالکي په قاهره کې
Image caption مبارک زیاتوي چې پر عراق د امریکا تر برید وروسته ایران په هرځای کې د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې پيل کړې دي.

د ویکيلیکس وېبپاڼې لخوا په خپرو شوو اسنادو کې د مصر د ولسمشر حسني مبارک او د استخباراتو د رییس عمر سلیمان او د امریکايي دیپلوماتانو له پټو خبرو او پیغامونو پرده پورته شوې ده.

په دغو پيغامونو کې د ایران، عراق او فلسطين د مسالو پر سر خبرې هم شوې دي.

په پيغامونو کې د ۲۰۰۸ کال د مۍ په میاشت کې د مصري ولسمشر حسني مبارک او د هغه د زوی جمال مبارک او د استخباراتو د رییس سلیمان او د یو شمېر امریکايي سناتورانو ترمنځ خبرې هم راغلې دي، چې د مصر په شرم الشیخ کې سره جرګه شوي ول.

همدارنګه د ۲۰۰۸ کال په جولای میاشت کې په قاهره کې د امریکايي سناتور جان کیري، امریکايي سفیر او حسني مبارک ترمنځ پټې خبرې هم په ډاګه شوې دي.

او د عراق په اړه بیا د مصر ولسمشر له خولې ویل شوي د امریکا د مخکني ولسمشر مرستیال دیک چیني ته یې سپارښتنه کړې، چې پر عراق برید ونه کړي.

مبارک امریکایانو ته ویلي چې د عراق وسله وال پوځ وروزي.

امریکایانو ته د مصري ولسمشر په یوه پټ پيغام کې دا هم راغلي چې "په عراق کې دیموکراسي هېره کړﺉ.... عراقیان په طبیعت کې سخت زړي دي."

کله چې د عراق د لومړي وزیر نوري المالکي په اړه له حسني مبارک پوښتل شوي، هغه ویلي چې "قاهرې ته راغی، خپله د تیلې فون شمېره مې ورکړه خو له ماسره یې هېڅ اړیکه هم ونه نیوله."

دی زیاتوي چې مصر عراق ته د عراقي پوځيانو د روزلو غوښتنه وکړه، خو عراق هېڅ ځواب هم ورنه کړ.

ایران

مبارک واشنګټن ته تورن کړی چې ګني په وینا یې "د یوه لوی هدف لپاره دایمي دروغ وايي" چې په خبره یې "که چېرې ایران په خپل اتوم جوړ کړي، نو مصر به د اتومي پروګرام پيلولو ته اړ شي، چې په وینا یې دا کار ټولو ته د ډار حالت رامنځ ته کوي."

د مصري ولسمشر په یوه پټ پيغام کې دا هم راغلي چې د ایران پخواني ولسمشر محمد خاتمي ته یې سپارښتنه کړې، چې خپل ځایناستي محمود احمدي نژاد ته ووايي چې له امریکايانو کرکه ونه کړي.

Image caption عمر سلیمان له امریکایانو سره په منځني ختيځ کې د سولې په اړه د مصر پر رول غږېدلی دی.

مبارک زیاتوي چې پر عراق د امریکا تر برید وروسته ایران په هرځای کې د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې پيل کړې دي.

عمر سليمان

خو د مصر د استخباراتو رییس عمر سلیمان ته هم یو شمېر پيغامونه منسوب شوي، چې ویلي دي هېواد ایران ته خبردرای ورکړی چې د مصر په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او اسلامي ډلې حمایه نه کړي، که نه نو پایلې به یې ناړه وي.

سلیمان ویلي چې هېواد به یې د ایران د ننه خپل اجنټان وګماري، او د هر هغه څه پروړاندې به مبارزه وکړي، چې ایران یې د مصر په کورنیو چارو کې مداخله کوي.