نن په تاريخ کې – د ډيسمبر پېنځمه:

نور محمد تره کی

١٤٩٢ کال – کولمبوس د هايتي ځمکه ومونده.

١٧٩٢ کال – جورج واشنگټن بيا د امريکا ولسمشر غوره شو.

١٨٦٨ کال – د امريکا د بايسکل لومړنى پوهنځى په نيويارک کې پرانستل شو.

١٨٩٣ کال – لومړنى برېښنايي موټر چې د کاناډا په تورنټو کې جوړ شوى و، د بټرۍ پر يوه چارج نژدې شل کيلومتره ولاړ.

١٩٣٢ کال – البرت انشټاين ته د امريکا ويزه ورکړل شوه.

١٩٣٦ کال – قزاقستان، قرغزستان، گورجستان او ارمنستان د شوروي اتحاد غړي جمهوريتونه شول.

١٩٤١ کال – د روسانو ځوابيه بريد، ناڅي جرمنان له مسکو څخه وتلو ته اړ کړل.

١٩٧٤ کال – د تهران د هوايي ډگر د ترمينل د بام لوېدو ١٧ تنه ووژل.

١٩٧٧ کال – مصر له سوريې، لېبيا، الجزاير، عراق او جنوبي يمن سره ډېپلماتيک اړيکي پرې کړل.

١٩٧٨ کال – د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت مشر نورمحمد تره کي له شوروي مشر ليونيد بريژنف سره په مسکو کې د دوستۍ او همکارۍ تړون لاسليک کړ. شورويانو يو کال وروسته د همدغه تړون پر بنسټ افغانستان ته لښکرې واستولې.