اووه ايټالوي سايکل چلوونکي موټر ووژل

ایټالیا
Image caption د موټر چلوونکى هم سرسري ټپي شوى دى.

د ايټاليا پوليسو هغه مراکشى موټر چلوونکى نيولى چې خپل موټر يې د شوقي سايکل چلوونکو پر يوې ډلې وروخېژاوه، اووه يې ووژل او گڼ نور يې ټپيان کړل.

د هغوى په وينا چې موټر ډېر چټک روان و او چلوونکي يې ماريجوانا څکولي وو.

د ايټاليا د جنوب د کوزنۍ څنډې په کالابريا سيمه کې عيني شاهدان وايي چې سړک له کږو شويو سايکلونو ډک دى.

دوى وايي چې تر ټکر وروسته پر دې دوه طرفه سړک مړي خپاره پراته وو.

پوليس وايي سايکل چلوونکي د يکشنبې د رخصتۍ پر سهار د چلولو لپاره وتلي وو. يو موټر چې له مخامخ لوري راته او هڅه يې کوله چې له بل گاډي نه مخکې شي، پر سايکل سپرو وروخوت.

د موټر چلوونکى هم سرسري ټپي شوى دى.

پوليسو هغه نيولى او وايي چې لايسنس يې نه درلود او د ماريجوانا په نشه کې وو. ويل کېږي چې د ټکر پر مهال د ليد ساحه روښانه او د چلونې اقليمي شرايط ښه و.

د پېښې د پراختيا تر روښانه کېدو وروسته سړک بيخي وتړل شو. سايکل چلونه په ايټاليا کې ډېر عام سپورت دى چې شوقيان او مسلکي چلوونکي دواړه په کې د کال په اوږدو کې – هر څوک په خپله چټکتيا - د تگ راتگ پر حال ليدل کېږي.