د نړۍ لوړې ژورې: ګرمي او ساړه

د نړۍ لوړې ژورې: ګرمي او ساړه

د مځكې پر مخ د تودوخې تر ټولو ټيته درجه چې ثبت شوې منفي ۸۹،۲ ته رسېده.

د نړۍ لوړې ژورې پر ټلوزيون، راډيو او انټرنېټ د خبر پوښنې يو نوى موسم دى، چې نړيوال توپيرونه سره ارزوي.

د راتلونكو څو مياشتو په اوږدو كې به د بي بي سي خبريالان مهمې موضوع ګانې راسپړي، لكه دا چې د نړۍ په بېلابېلو برخو كې ماشومان څنګه زده كړه كوي او له جرمونو سره څنګه چلن كېږي.

د لومړۍ موضوع څېړنې لپاره به د بي بي سي خبريال اډم ميناټ د روسيې اويمياكون كلي ته ورځي، چې په رسمي ډول د مځكې پر سر د استوګنې تر ټولو سوړ ځاى دى.

په دغه كلي كې په جنورۍ كې د تودوخې منځنۍ درجه منفي (۴۶) وي، او د كنګل وهنه پرله پسې خطر بلل كېږي. خو دغه سيمه په سرو زرو او الماسو بډايه ده، او روسيه اوس د نړۍ د الماسو په مخكښو توليدوونكيو كې راځي.

د استوګنې تر ټولو ګرمه سيمه چې په پراخ ډول يې داوه شوې ډالول نومېږي

د مځكې پر مخ د تودوخې تر ټولو ټيته درجه چې ثبت شوې، د ۱۹۸۳ د جولاى په ۲۱ مه د انټاركټيكا په وسټوك اډه كې وه، چې منفي ۸۹،۲ ته رسېده.

په بريتانيا كې د تودوخې تر ټولو ټيټه درجه د سكاټلنډ د ابرډينشاير په برايمر كې وه چې د ۱۸۹۵ په فبرورۍ كې منفي ۲۷.۲ سانتي ګرېډه ثبت شوې ده. تر ټولو ګرمه درجه چې ثبت شوې د ۲۰۰۳ كال په اګست كې د كېنټ په فېوارشم كې وه، او ۳۸،۵ درجې وه.

د مځكې پر مخ د استوګنې تر ټولو ګرمه سيمه چې په پراخ ډول يې داوه شوې، په ايتيوپيا كې يو وړوكى مېشت ځاى دى چې ډالول نومېږي. دغه سيمه خورا لرې پرته ده او يوازې پر اوښانو رسېدنه ورته كېدى شي، چې اوس هم خلك پرې دغې سيمې ته ورځي او مالګه ترې راوړي.

په ليبيا كې العزيزيه په رسمي ډول د مځكې پر مخ تر ټولو ګرم ځاى بلل شوى، چې د ۱۹۲۲ كال په سپتمبر كې د تودوخې تر ټولو لوړه درجه په كې ۵۷،۷ سانټي ګرېډ ثبت شوې ده.

ايا تاسې هم داسې څه ليدلي؟ که غواړئ خپلې تجربې راسره شريکې کړئ نو د لانديني فورمې په ډکولو يي راستوئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .