کرملين د بالتيک د دفاع لپاره د ناټو برسېره شوي پلانونه وغندل

روسیه
Image caption د تېر کال تر پايه پورې دغو جمهوريتو پر ناټو پړه اچوله چې د د وى ددفاع لپاره يې کوم احتياطي پلان نه دى جوړ کړى.

د روسيې يوه خبري آژانس د بهرنيو چارو د کوم نانومولي استازي له خولې يادونه کړې چې په بالتيک سيمه کې د روسيې له خوا د ځواکونو کمولو ته په پام سره، پر دغو جمهوريتو د روسيې بريد هسې يو خيال دى.

خو په ٢٠٠٨ کال کې د گورجستان له جگړې وروسته، د بالتيک جمهوريتونو – استونيا، لاتويا او لتوانيا د مخکنيو نيواکگرو د بيا بريد په وړاندې ددفاع سترگې تر ډېره لوېديځ ته نيولې وې.

د تېر کال تر پايه پورې دغو جمهوريتو پر ناټو پړه اچوله چې د د وى ددفاع لپاره يې کوم احتياطي پلان نه دى جوړ کړى.

خو وروستي رسوا شوي انساد ښيي چې واشنگټن د هغوى دغې اندېښنې ته ځواب ويلى دى. موخه دا وه هغه پلان چې سملاسي يوازې د پولنډ ددفاع لپاره دى، نور هم وغزول شي چې د بالتيک د سيمې درې واړه هيوادونه هم راونغاړي.

ناټو غوښتل چې دا هڅې يې پټې پاتې شي، چې روسيه ونه قهرېږي.

ورته مطالب