بروکسيل : د يهوديت او اسلام تر منځ پر اړيکو بحث وشو

Image caption د غونډې سمبالوونکې تمه لري چې ددغسې غونډو په جوړولو سره به وکولای شي چې د يهوديت او اسلام تر منځ واټن راکم او تفاهم او اړيکي پياوړي کړي.

د اروپا له بېلابېلو برخو څخه مسلمان او يهودي مشران په بروکسيل کې سره راغونډ شوي ول چې د دواړو مذهبونو د لارويانو ترمنځ د اړيکو د ودې په تړاو خبرې اترې وکړي.

د دواړو دينونو مشرانو د يهودي ضد او له اسلام څخه د وېرې پر موضوعاتو خبرې کړې.

دوی همدا راز اندېښنه څرګنده کړه چې روان اقتصادي بحران به د اروپا پر لويه وچه باندې منفي اغېزې ولري.

دغه يوه ورځنۍ ناسته په داسې وخت کې کېږي چې په اروپا کې اندېښنې زياتې شوې دي.

په اروپا کې اقتصادي ستونزو د بېوزلۍ په اړه اندېښنې راپورته کړي، چې کېدای شي د ملت پالنې او تر هغه لا هم سخت په ځينو هېوادونو کې توکميز توپيرونه رامنځ ته کړي.

د قومنو ترمنځ د پوهاوي ډلې مشر رابي مارک سکېنر دغه غونډه رابللې وه.

دا د اقتصادي بحران په شان يوه موضوع ده، دلته تل ځينې ټولنيزې ستونزې او ځينې بهانې وې، نو موږ هغه کسان نشو زغملای چې پخپله زغم نه لري.

د تاريخ په اوږدو کې کله چې بحرانونه رامنځ ته شوي نو لږکيو ته سخت ضربه ورکول شوې.

د مسلمانانو او يهودانو تر پېنځوسو د زياتو ټولنو مشرانو په دغې غونډه کې ګډون کړی و، دوی د اروپا د لويې وچې له بېلابېلو برخو راغلي ول.

ددوی موخه د ټولنو ترمنځ په اړيکو کې پرمختګ دی.

له بريتانيا څخه د مسلمانانو د ټولنې استازی امام عبدالجلال ساجد ګډون کړی و، ښاغلی ساجد وايي:

((د مسلمانو او يهودانو ټولنې مثبته همکاري سره لري، چې دغه همکاري نه يوازې په اقتصادي بلکې په روحاني او اخلاقي برخو کې هم ده، موږ بايد پر خپلو ګډو اخلاقو او ارزښتونو باوري شو، زموږ قسمت او تقدير يو شان دی، نو موږ بايد په ګډه کار سره وکړو.))

د دغې يو ورځنۍ غونډې سمبالونکي هيله من دي چې په اروپا کې د ملسمانانو او يهودانو ترمنځ پراخ پوهاوی رامنځ ته کړي.

ښايي په اروپا کې اقتصادي بحران تر ټولو ستر خنډ وي، چې د توپيرونو او تعصب خواته د خلکو پام اړولی شي.