د نړۍ لوړې ژورې: زده كړه

د زده کړې کچه

د نړۍ لوړې ژورې لړۍ پنځمه برخه كې موږ زده كړې ته كتنه كوو. د لوست كچه د نړۍ په بېلا بېلو برخو كې په پراخ ډول سره توپير كوي. په (مالي) كې له ۱۵ كلنو پورته غټانو يوازې ۲۶،۲% سلنه ليك او لوست كولى شي. په ډېرى پرمختلليو هېوادونو كې دغه كچه ۹۹% سلنې يا ۱۰۰% سلنې ته رسېږي.

د ټيتې كچې لوست ۲۰ هېوادونو ډېرى يې په افريقا كې دي، كه څه هم بنګله دېش او پاكستان له دغۍ ډلې دوه بېل هېوادونه دي چې د لوست كچه په كې په ترتيب سره ۵۳،۵% سلنه او ۵۴،۲% سلنه ښوول شوې ده.

ډېرى دغو هېوادونو كې د هلكانو په پرتله كمې نجونې زده كړه كوي. د نړيوال پلان ادارې د موندنو له مخې په موزمبيك او نيجر كې د وګړيو يوازې ۳% سلنه ښځې ښوونځيو ته ځي، چې د دغې خيريه ټولنې د ارزونې له مخې د دغو هېوادونو اقتصاد ته د عايداتو له لاسه وركونه كې په مليونو ډالره تاوان وراوړي.

د لوست كچې د زده كړې معيارونو اندازه كولو يوازينۍ لار نه ده. نړيوال بانك په لومړنيو ښوونځيو كې د زده كوونكيو او ښوونكيو انډول كچه نيسي. د مركزي افريقا جمهوريت كې په منځنۍ توګه د ۱۰۰ زده كوونكيو پر سر يو ښوونكى دى، په (ليخټنشټاين) كې بيا د هرو ۷ زده كوونكيو پر سر يو ښوونكى دى.

زده کوونکې

چين په نړۍ كې يو داسي هيواد دې چې د لوړو زده كړو تر ټولو ستر نظام لري

هغه ښوونځى چې په نړۍ كې يې په لويوالي شهرت موندلى، په هند كې د لكنو په (مونټېسوري) ښار كې دى، چې ۳۲ زره زده كوونكي په كې زده كړه كوي.

لګښتونه هم په پراخ ډول سره توپير كوي. نړيوال بانك وايي بريتانيا پر لومړنيو زده كړو د خپل ټول كورني توليد ۲۳،۴%سلنه عايدات لګوي، په داسې حال كې چې كيوبا په دې برخه كې د خپل ټول كورني توليد ۴۴،۷%سلنه لګښت كوي. دغه هېواد په لوست كې لويه ستونزه درلوده، خو د ځوانانو زده كړې ته ستره پاملرنه د دې معنا لري چې دغه هېواد اوس د ځوانو غټانو تر منځ د ۱۰۰% سلنې لوست كچه غوړوي.

چين په نړۍ كې د لوړو زده كړو تر ټولو ستر نظام لري، چې د نړۍ زده كوونكيو نژدې ۲۵% سلنې ته خدمت كوي.

د پوهنځيو زده كوونكيو شمېر په ۱۹۹۸ كال كې له ۶،۲ مليونو نه په ۲۰۰۸ كال كې څه كم ۲۴ مليونو ته لوړ شو، چې دا شمېر د امريكا متحدو ايالاتو كې له ۱۴ مليونو سره پرتله كېږي. تېر كال د چين له پوهنتونو ۶.۱ مليونه فارغانو د دندو موندنې بازار كې سره سيالي كوله.

تاسې په خپل چاپيريال کې د لوستې د کچې په اړه څه فکر لرۍ؟ که غواړئ خپلې تجربې را سره شريکې کړئ نو د لانديني فورمې په ډکولو يي راستوئ.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .