د ډيسبمر نهمه- نن په تاريخ کې

په 536 ميلادي کال کې ليبيا روم ونيو.

په ۶۵۶ ميلادي کال کې د اسلام څلورم خليفه علي بن ابو طالب ياغيانو ته ماتې ورکړه.

په 1212 ميلادي کال کې دويم فريدريک ځان د رومن کاتولکانو پاچا اعلان کړ .

په 1625 کال کې هالنډ او انګليس پوځي تړون لاسليک کړ.

په 1658 کې هالنډي ځواکونو د هند په کېرالا کې د کوايلم ښار ونيو.

په 1738 کې د بروکسيل څخه يهودان وشړل شول.

په 1783 کې د انګلستان په نيو ګيت بند يخانې کې لومړی اعدام ترسره شو.

په 1894 کال کې رومن کاتوليکانو د بلجيم پارلماني ټاکنې وګټلې.

په 1910 کال کې فرانسوي پوځيانو د مراکش د اغدير ښار ونيو.

په 1917 کال کې بريتانيايي پوځيانو بيت المقدس ونيو.

په 1931 کال کې جاپاني پوځيانو دچين په جي هول ولايت بريد وکړ.

په 1931 کال کې هسپانيا جمهوريت اعلان کړ.

په 1941 کې امريکايي الوتکو پر فليپين بمبارۍ وکړې.

په 1941 کې چين د جاپان، جرمني او ايټاليا پر ضد جګړه اعلان کړه.

په 1941 کال کې هيلتر د امريکايي سمندري بېړيو د ډوبېدو امر ورکړ.

په 1953 کال کې د جنرال برېښنايي کمپنۍ د ټولو کمونيستو کارکوونکو د شړلو اعلان وکړ .

په 1957 کې جاپان خپل لومړنی سفير اسراييلو ته ولېږه.

په 1992 کال کې د امريکا سمندري ځواکونه پر سوماليا ورښکته شول.