ځانمرګي موټر بم د هنګو پر يو روغتون بريد کړی

د خيبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي په چاودېدونکيو توکيو ډک خپل موټر يو روغتون ته ننه ايستلی او د پوليسو په وينا يې ۱۱ کسان وژلي دي.

Image caption محرم تل په هنګو او شاوخوا سيمو کې د تاوتريخوالي ليدونکی وي

دغه روغتون چې چاودنه په کې شوې د شيعه ګانو له خوا اداره کېده، چې ۱۶ نور هم په کې ټپيان شوي دي.

چاودنه سپوږميز کال د محرم مياشتې له پيل سره شوې، چې د شيعه ګانو لپاره په ځانګړي ډول مهمه ده.

پلټونکيو ويلي د هنګو په څنډو کې د جمعې ځانمرګې بمي چاودنه يو فرقه ييز بريد و.

اورپکي په محرم مياشت کې ډېر ځله شيعه ګان په نښه کوي، او په پاکستان کې په کې د زورزياتي ګڼ شمېر پېښې کېږي.

رويټرز د هنګو د پوليسو مشر عبد الرشيد له وينا ليکلي: ((يو موټر روغتون ته په داسې وخت کې ورننوت چې خلکو لمونځ کاوه، او زموږ راپورونه وايي چې ۱۱ کسان وژل شوي دي)).

خو د هنګو د پوليسو وياند فضل نعيم بيا د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، په بريد کې د يوه ټراکټور ټرېله کارول شوې، چې (۲۵۰) کيلوګرام چاودېدونکي توکي په کې بار وو.

دا څلورم ستر بريد دی چې په تېره يوه اوونۍ کې په پاکستان کې ترسره کېږي. د تېرې دوشنبې (دوه نۍ) په ورځ دوه ځانمرګيو په مومندو کې پر ‌طالب ضد يوې غونډې بريد کې څه د پاسه ۴۰ کسان ووژل.

Image caption د تېرې چارشنبې بريد کوهاټ کې لږترلږه ۱۶ کسان ووژل.

په سې شنبه (درې نۍ) يو ځانمرګی په خپله دې هڅه کې پاتې راغی چې د بلوچستان مشر وزير (نواب محمد اسلام خان رييساني) ووژني.

په چارشنبه (څلنۍ) يو ځانمرګي په کوهاټ کې، چې له هنګو سره څېرمه دی، له يوه وړوکي بس سره چاودنه وکړه او لږ تر لږه ۱۶ کسان يې ووژل.

په همدې وخت کې د جمعې په ورځ په ورڅېرمه شمال وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يو بريد کې څلور کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د بې پيلوټه الوتکې بريد په (خدر خېلو) کې په يو کور او يو موټر شوی دی.

Image caption واک ته د ولسمشر باراک اوباما له رسېدو راهيسې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه زيات شوي دي.

دا چې د دغه ډول راپورونو پخلی وشي، اسانه خبره نه ده، ځکه دغه سيمه چې له ډېورېنډ کرښې سره پرته په نړۍ کې تر ټولو خطرناکو سيمو بلل کېږي.

دا به په تېره يوه اوونۍ کې په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې دوهم بريد وي. دغه ډول بريدونه په امريکا کې واک ته د ولسمشر باراک اوباما له رسېدو راهيسې زيات شوي دي.