چين: د نوبل جايزې مراسم، خپرونې بندې

په چين کې نړيوالې خبري شبکې په داسې وخت کې بندې شوې چې د سولې لپاره د نوبل جايزې مراسمو په خپرونې يې پيل وکړ.

Image caption تر تېرو څو مياشتو پورې ډېرو کم چينايانو د (ليو شياوبو) په اړه څه اورېدلي وو.

په بېجينګ کې د بي بي سي خبريال (کرېس هوګ) وايي يوش شمېر نړيوالې خبري وېبپاڼې په وروستيو دوو دريو ورځو کې بندې شوې دي.

بهرني خبري ټلوزيونونه لا تراوسه خپرونې کوي، خو دا چې ټولې خپرونې د ځايي شبکو له لارې څو ثانيې وروسته په هوا ځي، سانسورونه بيا هم په دې کې فعاله ده، مخکې له دې چې د نوبل جايزې مراسمو کومه خبره خپره شي دوی يې د بندولو چاره وکړي.

يوازې د ګوتو په شمېر بېل خلک چې په ځانګړيو استوګنځايونو کې اوسېږي، په دې توانېدلي چې دغه مراسم له کومې لاسوهنې پرته وګوري.

پر يوه چينايي مايکرو يا واړه بلاګ، کاروونکي د چينايي ژبې له داسې کرېکټرونو منعه شوي، چې د (تشې څوکۍ) کلمه پرې ليکل کېږي. د يوې بلې ټولنيزې شبکې پر وېبپاڼه د (اوسلو) کلمه منعه شوې وه.

د انټرنېټ ځينو کاروونکيو بيا دې ته په ځواب کې د بېلابېلو تشو څوکيو انځورونه پر انټرنېټ پاڼو ايښي وو. دوی په دې سره د نوبل کمېټې له خوا د تشې څوکۍ نښې منلو ته يو ډول هوکړه کوله، چې مراسمو ته په ورتګ کې د (ليو شياو بو) د ناتوانۍ استازيتوب کوي.

تر تېرو څو مياشتو پورې ډېرو کمو چينايانو د (ليو شياوبو) په اړه څه اورېدلي وو.

بيا له دغه اعلان وروسته چې ده د نوبل جايزه وګټله، د دولت له خوا کنټرولېدونکو خبري رسنيو کې د ده نو يادونه هم زياته شوه، خو تل د غندنې يادونه وه، او دی يې په کې مجرم باله.

چيني چارواکيو داسې پراخې هلې ځلې هم ترسره کړې چې د نوبل کمېټه بدنومې کړي.

ځينې څېړونکي په دې باور دي چې تر يوې اندازې د دغه کار موخه د هغو چينانو د زړونو ګټلو هڅه وه، چې بهر اوسېږي، هغوی چې په چين کې د دولت له خوا لګېدلي سانسور له منګولو بهر دي.

ورته مطالب