په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جنرال خټک: د پاکستان امنیت د افغانستان پر امنیت پورې تړلی

په بلوچستان کې د سرحدي ځواکونو مشر جنرال عبيد الله خټک وايي، د پاکستان امنيت په افغانستان کې د امنيت له ټينګښت سره تړلی دی.

دی وايي هغه طالبان چې په افغانستان کې جنګېږي په بلوچستان کې پناځای نه لري، او نه هم دې ته اړتيا چې شته چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې په بلوچستان کې بريدونه وکړي.

په کوټه کې زموږ همکار ايوب ترين له جنرال خټک سره په دې اړه خبرې کړې، چې ويل کېږي طالب جنګيالي په بلوچستان کې مېشت دي، او له ډېورېنډ کرښې اوړی راوړي.